Quran Apps in many lanuages:

Surah An-Nisa Ayahs #74 Translated in Pashto

ذَٰلِكَ الْفَضْلُ مِنَ اللَّهِ ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ عَلِيمًا
دا د الله له جانبه (پېرزویَنه او) فضل دى او الله كافي دى، ښه پوه
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا خُذُوا حِذْرَكُمْ فَانْفِرُوا ثُبَاتٍ أَوِ انْفِرُوا جَمِيعًا
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! خپلې وسلې واخلئ، پس (د جنګ لپاره) بېلې بېلې ډلې ووځئ، یا ټول په جمع ووځئ
وَإِنَّ مِنْكُمْ لَمَنْ لَيُبَطِّئَنَّ فَإِنْ أَصَابَتْكُمْ مُصِيبَةٌ قَالَ قَدْ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيَّ إِذْ لَمْ أَكُنْ مَعَهُمْ شَهِيدًا
او بېشكه په تاسو كې ځینې خامخا هغه دي چې ارومرو به (غزا ته په تلو كې) تاخیر كوي، او كه چېرې تاسو ته څه مصیبت ورسېږي (، نو) هغه وايي: یقینًا الله په ما باندې پېرزوینه وكړه، چې په دغه وخت كې زه له دوى سره حاضر نه وم
وَلَئِنْ أَصَابَكُمْ فَضْلٌ مِنَ اللَّهِ لَيَقُولَنَّ كَأَنْ لَمْ تَكُنْ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُ مَوَدَّةٌ يَا لَيْتَنِي كُنْتُ مَعَهُمْ فَأَفُوزَ فَوْزًا عَظِيمًا
او كه چېرې پر تاسو باندې د الله له جانبه څه فضل وشي (، نو) دوى به خامخا (په داسې انداز كې) وايي ګویاكې ستاسو په مینځ كې او د هغه په مینځ كې هېڅ دوستي (او مینه) نه وه: كاشكې زه (هم) له دوى سره وَى، نو ډېره لویه كامیابي به مې حاصله كړې وَى
فَلْيُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يَشْرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالْآخِرَةِ ۚ وَمَنْ يُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيُقْتَلْ أَوْ يَغْلِبْ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا
نو (لازم ده چې) هغه كسان دې د الله په لار كې وجنګېږي چې دنيايي ژوند د اخرت په بدل كې خرڅوي (قربانوي) او څوك چې د الله په لار كې جنګ كوي، بیا هغه ووژل شي، یا (په دښمن) غالبه شي، نو مونږ به هغه ته ژر ډېر لوى اجر وركړو

Choose other languages: