Surah An-Nisa Ayahs #75 Translated in Pashto
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا خُذُوا حِذْرَكُمْ فَانْفِرُوا ثُبَاتٍ أَوِ انْفِرُوا جَمِيعًا
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! خپلې وسلې واخلئ، پس (د جنګ لپاره) بېلې بېلې ډلې ووځئ، یا ټول په جمع ووځئ
وَإِنَّ مِنْكُمْ لَمَنْ لَيُبَطِّئَنَّ فَإِنْ أَصَابَتْكُمْ مُصِيبَةٌ قَالَ قَدْ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيَّ إِذْ لَمْ أَكُنْ مَعَهُمْ شَهِيدًا
او بېشكه په تاسو كې ځینې خامخا هغه دي چې ارومرو به (غزا ته په تلو كې) تاخیر كوي، او كه چېرې تاسو ته څه مصیبت ورسېږي (، نو) هغه وايي: یقینًا الله په ما باندې پېرزوینه وكړه، چې په دغه وخت كې زه له دوى سره حاضر نه وم
وَلَئِنْ أَصَابَكُمْ فَضْلٌ مِنَ اللَّهِ لَيَقُولَنَّ كَأَنْ لَمْ تَكُنْ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُ مَوَدَّةٌ يَا لَيْتَنِي كُنْتُ مَعَهُمْ فَأَفُوزَ فَوْزًا عَظِيمًا
او كه چېرې پر تاسو باندې د الله له جانبه څه فضل وشي (، نو) دوى به خامخا (په داسې انداز كې) وايي ګویاكې ستاسو په مینځ كې او د هغه په مینځ كې هېڅ دوستي (او مینه) نه وه: كاشكې زه (هم) له دوى سره وَى، نو ډېره لویه كامیابي به مې حاصله كړې وَى
فَلْيُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يَشْرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالْآخِرَةِ ۚ وَمَنْ يُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيُقْتَلْ أَوْ يَغْلِبْ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا
نو (لازم ده چې) هغه كسان دې د الله په لار كې وجنګېږي چې دنيايي ژوند د اخرت په بدل كې خرڅوي (قربانوي) او څوك چې د الله په لار كې جنګ كوي، بیا هغه ووژل شي، یا (په دښمن) غالبه شي، نو مونږ به هغه ته ژر ډېر لوى اجر وركړو
وَمَا لَكُمْ لَا تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَٰذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَلْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ وَلِيًّا وَاجْعَلْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ نَصِيرًا
او په تاسو څه شوي دي چې تاسو د الله په لاره كې نه جنګېږئ او د كمزورو سړیو او ښځو او ماشومانو (د خلاصولو) په لاره كې، هغه كسان چې وايي: اى زمونږه ربه! ته مونږه له دې كلي نه وباسه، چې اوسېدونكي يې ظالمان دي او ته زمونږ لپاره له خپل اړخه كوم دوست (حمایت كوونكى) مقرر كړه او ته زمونږ لپاره له خپل جانبه كوم مدد كوونكى مقرر كړه
Choose other languages:

Albanian

Amharic

Azerbaijani

Bengali

Bosnian

Bulgarian

Burmese

Chinese

Danish

Dutch

English

Farsi

Filipino

French

Fulah

German

Gujarati

Hausa

Hindi

Indonesian

Italian

Japanese

Jawa

Kazakh

Khmer

Korean

Kurdish

Kyrgyz

Malay

Malayalam

Norwegian

Pashto

Persian

Polish

Portuguese

Punjabi

Russian

Sindhi

Sinhalese

Somali

Spanish

Swahili

Swedish

Tajik

Tamil

Tatar

Telugu

Thai

Turkish

Urdu

Uyghur

Uzbek

Vietnamese

Yoruba
