Quran Apps in many lanuages:

Surah Al-Maeda Ayahs #31 Translated in Pashto

وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ ابْنَيْ آدَمَ بِالْحَقِّ إِذْ قَرَّبَا قُرْبَانًا فَتُقُبِّلَ مِنْ أَحَدِهِمَا وَلَمْ يُتَقَبَّلْ مِنَ الْآخَرِ قَالَ لَأَقْتُلَنَّكَ ۖ قَالَ إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ
او دوى ته د ادم د دوه زامنو خبر په حقه سره ولوله، كله چې هغو دواړو قربانې وړاندې كړه، نو په دوى كې له یو څخه قبوله شوه او له بل څخه قبوله نشوه، هغه وویل: زه به خامخا لازمًا تا ووژنم، هغه (ورته) وویل: بېشكه همدا خبره ده چې الله له پرهېزګارانو څخه (قربانې) قبلوي
لَئِنْ بَسَطْتَ إِلَيَّ يَدَكَ لِتَقْتُلَنِي مَا أَنَا بِبَاسِطٍ يَدِيَ إِلَيْكَ لِأَقْتُلَكَ ۖ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ
كه چېرې ته زما د وژلو لپاره خپل لاس را اوږد كړې (، نو) زه خپل لاس ستا د وژلو لپاره تا ته نه در اوږدوم، بېشكه زه له الله رب العلمین څخه وېرېږم
إِنِّي أُرِيدُ أَنْ تَبُوءَ بِإِثْمِي وَإِثْمِكَ فَتَكُونَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ ۚ وَذَٰلِكَ جَزَاءُ الظَّالِمِينَ
بېشكه زه غواړم چې ته زما (د وژلو) په ګناه باندې او په خپلې (مخكېنۍ) ګناه باندې اخته شي، بیا چې د دوزخ په ملګرو كې شې او دا د ظالمانو جزا ده
فَطَوَّعَتْ لَهُ نَفْسُهُ قَتْلَ أَخِيهِ فَقَتَلَهُ فَأَصْبَحَ مِنَ الْخَاسِرِينَ
نو هغه ته خپل نفس د خپل ورور وژل ښكلي (او) اسان كړل، نو هغه يې قتل كړ، نو شو له تاوانيانو نه
فَبَعَثَ اللَّهُ غُرَابًا يَبْحَثُ فِي الْأَرْضِ لِيُرِيَهُ كَيْفَ يُوَارِي سَوْءَةَ أَخِيهِ ۚ قَالَ يَا وَيْلَتَا أَعَجَزْتُ أَنْ أَكُونَ مِثْلَ هَٰذَا الْغُرَابِ فَأُوَارِيَ سَوْءَةَ أَخِي ۖ فَأَصْبَحَ مِنَ النَّادِمِينَ
نو الله یو كارغه راولېږه، چې ځمكه يې كنستله، د دې لپاره چې هغه (قاتل) ته وښیي چې څنګه هغه د خپل ورور جثه (كالبوت) پټه كړي، هغه وویل: هۍ افسوس! ایا زه د دې كارغه په شان له كېدو نه هم عاجزه شوم، چې د خپل ورور جثه مې پټه كړې وى، نو له پښېمانه كېدونكو څخه شو

Choose other languages: