Quran Apps in many lanuages:

Surah Al-Maeda Ayahs #30 Translated in Pashto

قَالَ فَإِنَّهَا مُحَرَّمَةٌ عَلَيْهِمْ ۛ أَرْبَعِينَ سَنَةً ۛ يَتِيهُونَ فِي الْأَرْضِ ۚ فَلَا تَأْسَ عَلَى الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ
وویل (الله) پس بېشكه هغه (مقدسه ځمكه) په دوى باندې څلوېښت كاله بنده (ممنوعه) ده، چې دوى به په ځمكه كې حیران سرګردان ګرځي، نو ته په فاسق (نافرمانه) قوم باندې مه خفه كېږه
وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ ابْنَيْ آدَمَ بِالْحَقِّ إِذْ قَرَّبَا قُرْبَانًا فَتُقُبِّلَ مِنْ أَحَدِهِمَا وَلَمْ يُتَقَبَّلْ مِنَ الْآخَرِ قَالَ لَأَقْتُلَنَّكَ ۖ قَالَ إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ
او دوى ته د ادم د دوه زامنو خبر په حقه سره ولوله، كله چې هغو دواړو قربانې وړاندې كړه، نو په دوى كې له یو څخه قبوله شوه او له بل څخه قبوله نشوه، هغه وویل: زه به خامخا لازمًا تا ووژنم، هغه (ورته) وویل: بېشكه همدا خبره ده چې الله له پرهېزګارانو څخه (قربانې) قبلوي
لَئِنْ بَسَطْتَ إِلَيَّ يَدَكَ لِتَقْتُلَنِي مَا أَنَا بِبَاسِطٍ يَدِيَ إِلَيْكَ لِأَقْتُلَكَ ۖ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ
كه چېرې ته زما د وژلو لپاره خپل لاس را اوږد كړې (، نو) زه خپل لاس ستا د وژلو لپاره تا ته نه در اوږدوم، بېشكه زه له الله رب العلمین څخه وېرېږم
إِنِّي أُرِيدُ أَنْ تَبُوءَ بِإِثْمِي وَإِثْمِكَ فَتَكُونَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ ۚ وَذَٰلِكَ جَزَاءُ الظَّالِمِينَ
بېشكه زه غواړم چې ته زما (د وژلو) په ګناه باندې او په خپلې (مخكېنۍ) ګناه باندې اخته شي، بیا چې د دوزخ په ملګرو كې شې او دا د ظالمانو جزا ده
فَطَوَّعَتْ لَهُ نَفْسُهُ قَتْلَ أَخِيهِ فَقَتَلَهُ فَأَصْبَحَ مِنَ الْخَاسِرِينَ
نو هغه ته خپل نفس د خپل ورور وژل ښكلي (او) اسان كړل، نو هغه يې قتل كړ، نو شو له تاوانيانو نه

Choose other languages: