Quran Apps in many lanuages:

Surah Al-Baqara Ayahs #120 Translated in Pashto

وَقَالُوا اتَّخَذَ اللَّهُ وَلَدًا ۗ سُبْحَانَهُ ۖ بَلْ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ كُلٌّ لَهُ قَانِتُونَ
او هغوى وویل: الله (د ځان لپاره) اولاد نیولى دى، (داسې نه ده) هغه (له دې خبرو نه) پاك دى، بلكې څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، هغه (ټول) خاص د هغه لپاره دي، ټول د هغه حكم منونكي دي
بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ وَإِذَا قَضَىٰ أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ
بې له نمونې پیدا كونكى د اسمانونو او ځمكې دى، او كله چې د كوم كار فیصله وكړي، نو همدا خبره ده چې هغه ته ووايي: ’’وشه‘‘ نو هغه وشي
وَقَالَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ لَوْلَا يُكَلِّمُنَا اللَّهُ أَوْ تَأْتِينَا آيَةٌ ۗ كَذَٰلِكَ قَالَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ مِثْلَ قَوْلِهِمْ ۘ تَشَابَهَتْ قُلُوبُهُمْ ۗ قَدْ بَيَّنَّا الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ
او وویل هغو كسانو چې (په هیڅ) نه پوهېږي: زمونږ سره الله ولې خبرې نه كوي، یا مونږ ته ولې كومه نښه نه راځي؟ همدارنګه د دوى د خبرې په شان خبره هغو كسانو (هم) كړې وه؛ چې له دوى نه مخكې وو، د دوى زړونه له یو بل سره مشابه (یوشان) شوي دي، یقینًا مونږ د هغو خلقو لپاره ایتونه بیان كړي دي چې یقین كوي
إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ بِالْحَقِّ بَشِيرًا وَنَذِيرًا ۖ وَلَا تُسْأَلُ عَنْ أَصْحَابِ الْجَحِيمِ
یقینًا (اى نبي!) ته مونږه په حقه سره زېرى وركوونكى او وېروونكى لېږلى يې، او د دوزخیانو په باره كې به له تا نه تپوس نه كېږي
وَلَنْ تَرْضَىٰ عَنْكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَىٰ حَتَّىٰ تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ ۗ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَىٰ ۗ وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ ۙ مَا لَكَ مِنَ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ
او له تا نه خو به هیڅكله نه یهودیان راضي شی، او نه نصرانیان، تر دې چې ته د دوى د دین پیروي وكړې۔، ته ووايه: بېشكه د الله هدایت، هُم هغه (اصل) هدایت دى، او یقینًا كه تا، له دې نه پس چې تا ته علم راغى، د هغوى د خواهشاتو پیروي وكړه، (نو) تا لره د الله (له عذاب) نه (خلاصونكى) نه څوك دوست شته او نه كوم مددګار

Choose other languages: