Quran Apps in many lanuages:

Surah Al-Araf Ayahs #154 Translated in Pashto

وَلَمَّا رَجَعَ مُوسَىٰ إِلَىٰ قَوْمِهِ غَضْبَانَ أَسِفًا قَالَ بِئْسَمَا خَلَفْتُمُونِي مِنْ بَعْدِي ۖ أَعَجِلْتُمْ أَمْرَ رَبِّكُمْ ۖ وَأَلْقَى الْأَلْوَاحَ وَأَخَذَ بِرَأْسِ أَخِيهِ يَجُرُّهُ إِلَيْهِ ۚ قَالَ ابْنَ أُمَّ إِنَّ الْقَوْمَ اسْتَضْعَفُونِي وَكَادُوا يَقْتُلُونَنِي فَلَا تُشْمِتْ بِيَ الْأَعْدَاءَ وَلَا تَجْعَلْنِي مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ
او كله چې موسٰی خپل قوم ته بېرته راغى، چې ډېر غصّه، افسوس كوونكى و، ويې ويل: بد دى هغه چې له ما نه وروسته تاسو زما ځاى ناستى كړى دى، ایا تاسو د خپل رب له حكم نه تلوار وكړ؟ او تختۍ يې وغورځولې او د خپل ورور سر يې راونېوه، چې هغه يې خپل ځان ته راښكه، هغه وویل: اى زما د مور زویه! بېشكه قوم زه كمزورى كړى وم او نژدې وو چې ما ووژني، نو ته په ما باندې دښمنان مه خوشحالوه او ما له ظالم قوم سره مه ملګرى كوه
قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِي وَلِأَخِي وَأَدْخِلْنَا فِي رَحْمَتِكَ ۖ وَأَنْتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ
(موسٰی) وویل: اى زما ربه! ته ما ته بخښنه وكړه او زما ورور ته او مونږه په خپل رحمت كې داخل كړه او ته تر ټولو لوى مهربان يې
إِنَّ الَّذِينَ اتَّخَذُوا الْعِجْلَ سَيَنَالُهُمْ غَضَبٌ مِنْ رَبِّهِمْ وَذِلَّةٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۚ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُفْتَرِينَ
بېشكه هغه كسان چې سخى يې (معبود) نیولى دى، ژر به دوى ته د خپل رب له جانبه غضب ورسېږي او په دنيايي ژوند كې ذلت او همدارنګه مونږ بهتان تړونكو ته سزا وركوو
وَالَّذِينَ عَمِلُوا السَّيِّئَاتِ ثُمَّ تَابُوا مِنْ بَعْدِهَا وَآمَنُوا إِنَّ رَبَّكَ مِنْ بَعْدِهَا لَغَفُورٌ رَحِيمٌ
او هغه كسان چې بد كارونه يې كړي دي، بیا يې له هغو نه وروسته توبه وېستلې ده او ایمان يې راوړى دى، بېشكه ستا رب له دې (توبې) نه پس خامخا ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
وَلَمَّا سَكَتَ عَنْ مُوسَى الْغَضَبُ أَخَذَ الْأَلْوَاحَ ۖ وَفِي نُسْخَتِهَا هُدًى وَرَحْمَةٌ لِلَّذِينَ هُمْ لِرَبِّهِمْ يَرْهَبُونَ
او كله چې د موسٰی غصه سړه شوه، تختۍ يې راواخيستلې او د هغو په لیك كې هدایت او رحمت و د هغو كسانو لپاره چې هغوى يواځې له خپل رب نه وېرېږي

Choose other languages: