Quran Apps in many lanuages:

Surah Al-Maeda Ayahs #63 Translated in Pashto

قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ هَلْ تَنْقِمُونَ مِنَّا إِلَّا أَنْ آمَنَّا بِاللَّهِ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْنَا وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلُ وَأَنَّ أَكْثَرَكُمْ فَاسِقُونَ
(اى نبي!) ته ورته ووایه: اى اهل كتابو! تاسو مونږه (په هېڅ وجه) د بدۍ (او) عیب والا نه ګڼئ، مګر په دې چې مونږ په الله ایمان راوړى دى او په هغه څه چې مونږ ته نازل كړى شوي دي او په هغه څه چې له ده نه مخكې نازل كړى شوي دي او دا ځكه چې یقینًا ستاسو اكثره (خلق) فاسقان (له حد نه وتونكي) دي
قُلْ هَلْ أُنَبِّئُكُمْ بِشَرٍّ مِنْ ذَٰلِكَ مَثُوبَةً عِنْدَ اللَّهِ ۚ مَنْ لَعَنَهُ اللَّهُ وَغَضِبَ عَلَيْهِ وَجَعَلَ مِنْهُمُ الْقِرَدَةَ وَالْخَنَازِيرَ وَعَبَدَ الطَّاغُوتَ ۚ أُولَٰئِكَ شَرٌّ مَكَانًا وَأَضَلُّ عَنْ سَوَاءِ السَّبِيلِ
ته ووایه! ایا زه تاسو ته د الله په نیز د جزا په لحاظ سره له دوى نه د بدترو خلقو خبر در نه كړم؟ (دا) هغه څوك دي چې الله په دوى لعنت كړى دى او په دوى يې غضب كړى دى او له دوى نه يې بیزوګان او خنزیران جوړ كړي دي او دوى (هغه څوك دي چې يې) د طاغوت عبادت كړى دى، دغه كسان د ځاى په لحاظ سره ډېر بدتره دي او له حقې لارې نه ډېر ګمراه دي
وَإِذَا جَاءُوكُمْ قَالُوا آمَنَّا وَقَدْ دَخَلُوا بِالْكُفْرِ وَهُمْ قَدْ خَرَجُوا بِهِ ۚ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا كَانُوا يَكْتُمُونَ
او كله چې دوى تاسو ته راشي (، نو) دوى وايي: مونږ ایمان راوړى دى، حال دا چې یقینًا دوى له كفر سره داخل شوي وو او یقینًا له هغه (كفر) سره ووتل او الله ډېر ښه پوه دى په هغو خبرو چې دوى پټولې
وَتَرَىٰ كَثِيرًا مِنْهُمْ يُسَارِعُونَ فِي الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَأَكْلِهِمُ السُّحْتَ ۚ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
او ته به په دوى كې ډېر خلق ویني چې په ګناه او ظلم كې او په خپلې حرام خورۍ كې منډې وهي، خامخا بد دى هغه كار چې دوى كاوه
لَوْلَا يَنْهَاهُمُ الرَّبَّانِيُّونَ وَالْأَحْبَارُ عَنْ قَوْلِهِمُ الْإِثْمَ وَأَكْلِهِمُ السُّحْتَ ۚ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَصْنَعُونَ
الهي خلق او عالمان دوى (یهودیانو) لره له خپلو د ګناه له ویناوو نه او له خپلې حرام خورۍ نه ولې نه منع كوي؟ خامخا بد دى هغه كار (د خاموشۍ) چې دوى كاوه

Choose other languages: