Quran Apps in many lanuages:

Surah Al-Maeda Ayahs #28 Translated in Pashto

قَالُوا يَا مُوسَىٰ إِنَّا لَنْ نَدْخُلَهَا أَبَدًا مَا دَامُوا فِيهَا ۖ فَاذْهَبْ أَنْتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلَا إِنَّا هَاهُنَا قَاعِدُونَ
هغوى وویل: اى موسٰی! بېشكه مونږه دې (ښاریې) ته له سره نه ننوځو هیڅكله هم، څو پورې چې دوى په هغې كې وي، نو ته او ستا رب دې لاړ شي، نو تاسو دواړه وجنګېږئ، مونږ خو بس همدلته ناست یو
قَالَ رَبِّ إِنِّي لَا أَمْلِكُ إِلَّا نَفْسِي وَأَخِي ۖ فَافْرُقْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ
وویل (موسٰی) اى زما ربه! بېشكه زه اختیار نه لرم مګر د خپل ځان او د خپل ورور، نو ته زمونږپه مینځ كې او د فاسق (نافرمان) قوم په مینځ كې جدايي راوله
قَالَ فَإِنَّهَا مُحَرَّمَةٌ عَلَيْهِمْ ۛ أَرْبَعِينَ سَنَةً ۛ يَتِيهُونَ فِي الْأَرْضِ ۚ فَلَا تَأْسَ عَلَى الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ
وویل (الله) پس بېشكه هغه (مقدسه ځمكه) په دوى باندې څلوېښت كاله بنده (ممنوعه) ده، چې دوى به په ځمكه كې حیران سرګردان ګرځي، نو ته په فاسق (نافرمانه) قوم باندې مه خفه كېږه
وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ ابْنَيْ آدَمَ بِالْحَقِّ إِذْ قَرَّبَا قُرْبَانًا فَتُقُبِّلَ مِنْ أَحَدِهِمَا وَلَمْ يُتَقَبَّلْ مِنَ الْآخَرِ قَالَ لَأَقْتُلَنَّكَ ۖ قَالَ إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ
او دوى ته د ادم د دوه زامنو خبر په حقه سره ولوله، كله چې هغو دواړو قربانې وړاندې كړه، نو په دوى كې له یو څخه قبوله شوه او له بل څخه قبوله نشوه، هغه وویل: زه به خامخا لازمًا تا ووژنم، هغه (ورته) وویل: بېشكه همدا خبره ده چې الله له پرهېزګارانو څخه (قربانې) قبلوي
لَئِنْ بَسَطْتَ إِلَيَّ يَدَكَ لِتَقْتُلَنِي مَا أَنَا بِبَاسِطٍ يَدِيَ إِلَيْكَ لِأَقْتُلَكَ ۖ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ
كه چېرې ته زما د وژلو لپاره خپل لاس را اوږد كړې (، نو) زه خپل لاس ستا د وژلو لپاره تا ته نه در اوږدوم، بېشكه زه له الله رب العلمین څخه وېرېږم

Choose other languages: