Quran Apps in many lanuages:

Surah Al-Araf Ayahs #53 Translated in Pashto

أَهَٰؤُلَاءِ الَّذِينَ أَقْسَمْتُمْ لَا يَنَالُهُمُ اللَّهُ بِرَحْمَةٍ ۚ ادْخُلُوا الْجَنَّةَ لَا خَوْفٌ عَلَيْكُمْ وَلَا أَنْتُمْ تَحْزَنُونَ
ایا دا هغه كسان دي چې تاسو به قسمونه خوړل چې الله به دوى ته رحمت ونه رسوي (دوى ته ویل شوي دي چې) تاسو جنت ته داخل شئ، پر تاسو باندې هېڅ وېره نشته او نه به تاسو غمجن كېږئ
وَنَادَىٰ أَصْحَابُ النَّارِ أَصْحَابَ الْجَنَّةِ أَنْ أَفِيضُوا عَلَيْنَا مِنَ الْمَاءِ أَوْ مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ ۚ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ حَرَّمَهُمَا عَلَى الْكَافِرِينَ
او دوزخیان به جنتیانو ته اواز وكړي دا چې تاسو پر مونږ باندې څه اوبه راتوئ كړئ، یا له هغه څه نه چې الله تاسو ته دركړي دي (څه راكړئ)، وبه وايي (جنتیان) بېشكه الله دا دواړه په كافرانو باندې حرام كړي دي
الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَهُمْ لَهْوًا وَلَعِبًا وَغَرَّتْهُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا ۚ فَالْيَوْمَ نَنْسَاهُمْ كَمَا نَسُوا لِقَاءَ يَوْمِهِمْ هَٰذَا وَمَا كَانُوا بِآيَاتِنَا يَجْحَدُونَ
هغه كسان چې خپل دین يې تماشه او لوبه ګرځولى دى او دوى دنيايي ژوند دوكه كړي (غولولي) دي، نو نن ورځ به يې مونږ هېر كړو، لكه څنګه چې هغوى د خپلې دې ورځې ملاقات هېر كړى و او هغه چې دوى به زمونږ له ایتونو نه انكار كاوه
وَلَقَدْ جِئْنَاهُمْ بِكِتَابٍ فَصَّلْنَاهُ عَلَىٰ عِلْمٍ هُدًى وَرَحْمَةً لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ
او یقینًا یقینًا مونږ دوى ته كتاب راوړى دى چې مونږ د علم له مخې په تفصیل سره بیان كړى دى، چې هدایت او رحمت دى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي
هَلْ يَنْظُرُونَ إِلَّا تَأْوِيلَهُ ۚ يَوْمَ يَأْتِي تَأْوِيلُهُ يَقُولُ الَّذِينَ نَسُوهُ مِنْ قَبْلُ قَدْ جَاءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِالْحَقِّ فَهَلْ لَنَا مِنْ شُفَعَاءَ فَيَشْفَعُوا لَنَا أَوْ نُرَدُّ فَنَعْمَلَ غَيْرَ الَّذِي كُنَّا نَعْمَلُ ۚ قَدْ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَفْتَرُونَ
دوى انتظار نه كوي مګر د هغه (قیامت) د انجام، په هغې ورځ چې د هغه انجام راشي؛ (نو) هغه كسان به وايي چې دا يې مخكې هېر كړى و: یقینًا زمونږ د رب رسولان په حقه سره راغلي وو، نو ایا زمونږ لپاره څه سفارشیان شته چې زمونږ لپاره سفارش وكړي؟ یا مونږ واپس كړى شو، نو (بیا) له هغه عمل نه سِوا عمل وكړو چې مونږه كاوه، یقینًا دوى خپلو ځانونو ته نقصان رسولى دى او له دوى څخه هغه دروغ ورك شول چې دوى به جوړول

Choose other languages: