Quran Apps in many lanuages:

Surah Yunus Ayahs #71 Translated in Pashto

هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ لِتَسْكُنُوا فِيهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَسْمَعُونَ
دى همغه ذات دى چې تاسو لپاره يې شپه جوړه كړې ده، د دې لپاره چې تاسو په دې كې په ارام شئ او ورځ يې روښانه (ګرځولې ده)، بېشكه په دې كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې اوري
قَالُوا اتَّخَذَ اللَّهُ وَلَدًا ۗ سُبْحَانَهُ ۖ هُوَ الْغَنِيُّ ۖ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۚ إِنْ عِنْدَكُمْ مِنْ سُلْطَانٍ بِهَٰذَا ۚ أَتَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ
دوى وايي: الله (د ځان لپاره) اولاد نیولى دى، هغه پاك دى، هم دى غني (بې پروا) دى، خاص ده لره دي هغه څه چې اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي تاسو سره په دې خبره هېڅ دلیل نشته، ایا تاسو په الله باندې هغه خبره ورتپئ چې پرې نه پوهېږئ؟
قُلْ إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ لَا يُفْلِحُونَ
ته ووایه: بېشكه هغه كسان چې په الله باندې له ځانه دروغ تړي؛ دوى به خلاصى ونه مومي
مَتَاعٌ فِي الدُّنْيَا ثُمَّ إِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ نُذِيقُهُمُ الْعَذَابَ الشَّدِيدَ بِمَا كَانُوا يَكْفُرُونَ
په دنیا كې لږه فايده اخيستل دي، بیا خاص مونږ ته د دوى واپس راتلل دي، بیا به مونږ دوى ته ډېر سخت عذاب ورڅكوو، په سبب د دې چې دوى كفر كاوه
وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ نُوحٍ إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ إِنْ كَانَ كَبُرَ عَلَيْكُمْ مَقَامِي وَتَذْكِيرِي بِآيَاتِ اللَّهِ فَعَلَى اللَّهِ تَوَكَّلْتُ فَأَجْمِعُوا أَمْرَكُمْ وَشُرَكَاءَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُنْ أَمْرُكُمْ عَلَيْكُمْ غُمَّةً ثُمَّ اقْضُوا إِلَيَّ وَلَا تُنْظِرُونِ
او ته دوى ته د نوح خبر ولوله، كله چې هغه خپل قوم ته وویل: اى زما قومه! كه چېرې پر تاسو باندې زما اوسېدل او د الله په ایتونو سره (تاسو ته) زما نصیحت كول سخت (او ګران) وي، نو ما خاص په الله باندې توكل كړى دى، نو تاسو له خپلو شریكانو سره د خپل كار پخه اراده وكړئ، بیا دې پر تاسو باندې خپله معامله پټه نه وي، بیا ما ته ضرر راورسوئ او ما ته مهلت (هم) مه راكوئ

Choose other languages: