Surah At-Talaq Ayahs #11 Translated in Pashto
لِيُنْفِقْ ذُو سَعَةٍ مِنْ سَعَتِهِ ۖ وَمَنْ قُدِرَ عَلَيْهِ رِزْقُهُ فَلْيُنْفِقْ مِمَّا آتَاهُ اللَّهُ ۚ لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا مَا آتَاهَا ۚ سَيَجْعَلُ اللَّهُ بَعْدَ عُسْرٍ يُسْرًا
د فراخۍ والا دې له خپلې فراخۍ نه خرچه وكړي او هغه څوك چې په هغه باندې خپل رزق تنګ كړى شوى وي، نو هغه دې له هغه (مال) نه څه خرچ كړي چې الله ده ته وركړى دى۔، الله هېڅ یونفس نه مكلف كوي مګر هومره چې ده ته يې وركړى دى۔، ژر ده چې الله به له تنګۍ نه پس اساني راولي
وَكَأَيِّنْ مِنْ قَرْيَةٍ عَتَتْ عَنْ أَمْرِ رَبِّهَا وَرُسُلِهِ فَحَاسَبْنَاهَا حِسَابًا شَدِيدًا وَعَذَّبْنَاهَا عَذَابًا نُكْرًا
او ډېر كلي وو چې د خپل رب او د هغه د رسولانو له حكم نه يې سركشي كړې وه، نو مونږ له هغوى سره حساب وكړ، ډېر سخت حساب كول۔ او مونږ هغوى ته عذاب وركړ ډېر ناكاره عذاب وركول
فَذَاقَتْ وَبَالَ أَمْرِهَا وَكَانَ عَاقِبَةُ أَمْرِهَا خُسْرًا
نو هغوى د خپل كار سزا وڅكله او د دوى د كار انجام زیان (او تاوان) شو
أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا ۖ فَاتَّقُوا اللَّهَ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ الَّذِينَ آمَنُوا ۚ قَدْ أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكُمْ ذِكْرًا
الله د دوى لپاره ډېر سخت عذاب تیار كړى دى۔، نو تاسو له الله نه ووېرېږئ اى د خالصو عقلونو خاوندانو، هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى، یقینًا الله تاسو ته ذكر (قرآن) نازل كړى دى
رَسُولًا يَتْلُو عَلَيْكُمْ آيَاتِ اللَّهِ مُبَيِّنَاتٍ لِيُخْرِجَ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ ۚ وَمَنْ يُؤْمِنْ بِاللَّهِ وَيَعْمَلْ صَالِحًا يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ۖ قَدْ أَحْسَنَ اللَّهُ لَهُ رِزْقًا
(او) رسول (يې رالېږلى دى) چې تاسو ته د الله ایتونه لولي، چې ښه څرګندوونكي دي، د دې لپاره چې دغه (الله) هغو كسانو لره چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، له تیارو نه رڼا ته وباسي۔ او هغه څوك چې په الله ایمان راوړي او نېك عمل وكړي (نو) دى به دغه كس داسې جنتونو ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي۔، یقینًا الله د ده لپاره رزق ډېر ښه كړى دى
Choose other languages:

Albanian

Amharic

Azerbaijani

Bengali

Bosnian

Bulgarian

Burmese

Chinese

Danish

Dutch

English

Farsi

Filipino

French

Fulah

German

Gujarati

Hausa

Hindi

Indonesian

Italian

Japanese

Jawa

Kazakh

Khmer

Korean

Kurdish

Kyrgyz

Malay

Malayalam

Norwegian

Pashto

Persian

Polish

Portuguese

Punjabi

Russian

Sindhi

Sinhalese

Somali

Spanish

Swahili

Swedish

Tajik

Tamil

Tatar

Telugu

Thai

Turkish

Urdu

Uyghur

Uzbek

Vietnamese

Yoruba
