Quran Apps in many lanuages:

Surah Al-Hashr Ayahs #7 Translated in Pashto

وَلَوْلَا أَنْ كَتَبَ اللَّهُ عَلَيْهِمُ الْجَلَاءَ لَعَذَّبَهُمْ فِي الدُّنْيَا ۖ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابُ النَّارِ
او كه الله په دوى باندې بې كوره كېدل نه وى لیكلي (نو) یقینًا دوى ته به يې په دنیا كې عذاب وركړى و او د دوى لپاره په اخرت كې د اور عذاب دى
ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ شَاقُّوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۖ وَمَنْ يُشَاقِّ اللَّهَ فَإِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ
دا ځكه چې یقینًا دوى د الله او د هغه د رسول مخالفت كړى و او هغه څوك چې د الله مخالفت وكړي، نو بېشكه الله د ډېر سخت عذاب والا دى
مَا قَطَعْتُمْ مِنْ لِينَةٍ أَوْ تَرَكْتُمُوهَا قَائِمَةً عَلَىٰ أُصُولِهَا فَبِإِذْنِ اللَّهِ وَلِيُخْزِيَ الْفَاسِقِينَ
د كجورو هره هغه ونه چې تاسو پرې كړه، یا مو هغه په خپلو بېخونو ولاړه پرېښوده، نو (دغه) د الله په حكم سره دي او د دې لپاره چې هغه (الله) دغو فاسقانو (كافرانو) لره رسوا (او ذلیله) كړي
وَمَا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَىٰ رَسُولِهِ مِنْهُمْ فَمَا أَوْجَفْتُمْ عَلَيْهِ مِنْ خَيْلٍ وَلَا رِكَابٍ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ يُسَلِّطُ رُسُلَهُ عَلَىٰ مَنْ يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
او هغه (مال) چې الله له دوى نه په خپل رسول باندې راګرځولى دى، نو تاسو په دغه (مال) باندې نه اسونه ځغلولي دي او نه اوښان۔ او لېكن الله خپل رسولان مسلط كوي په هر هغه چا باندې چې يې وغواړي۔ او الله په هر شي باندې ښه قادر دى
مَا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَىٰ رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَىٰ فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ كَيْ لَا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاءِ مِنْكُمْ ۚ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ
هغه شى چې الله په خپل رسول باندې د كلیو له اوسېدونكو نه راګرځولى دى، نو (هغه) الله لره او (د الله) رسول لره دى او (او د رسول) خپلوانو او یتیمانو او مسكینانو اومسافرو لره دى، د دې لپاره چې دغه (مال) په تاسو كې د غنیانو په مینځ كې ګردش كوونكى ونه ګرځي۔ او رسول چې تاسو ته څه هم دركړي، نو هغه واخلئ او له څه نه چې هغه تاسو منع كړي، نو تاسو منع شئ او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ډېر سخت عذاب والا دى

Choose other languages: