Surah Al-Hashr Ayahs #6 Translated in Pashto
هُوَ الَّذِي أَخْرَجَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِنْ دِيَارِهِمْ لِأَوَّلِ الْحَشْرِ ۚ مَا ظَنَنْتُمْ أَنْ يَخْرُجُوا ۖ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ مَانِعَتُهُمْ حُصُونُهُمْ مِنَ اللَّهِ فَأَتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ حَيْثُ لَمْ يَحْتَسِبُوا ۖ وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ ۚ يُخْرِبُونَ بُيُوتَهُمْ بِأَيْدِيهِمْ وَأَيْدِي الْمُؤْمِنِينَ فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَبْصَارِ
دى هغه ذات دى چې كتابي كافران يې له خپلو كورونو نه ووېستل۔ په اول وېستلو كې۔، تاسو دا ګمان نه كاوه چې دوى به ووځي او دوى ګمان كاوه چې د دوى قلاګانې دوى لره د الله (له عذاب) نه منع كوونكې (او ساتونكې) دي۔، نو الله دوى ته له هغه ځایه راغى چې دوى (يې) خیال هم نه كاوه۔ او د دوى په زړونو كې يې رعب واچاوه۔، دوى خپل كورونه په خپلو لاسونو او د مومنانو په لاسونو ورانول، نو اى د سترګو خاوندانو! تاسو عبرت واخلئ
وَلَوْلَا أَنْ كَتَبَ اللَّهُ عَلَيْهِمُ الْجَلَاءَ لَعَذَّبَهُمْ فِي الدُّنْيَا ۖ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابُ النَّارِ
او كه الله په دوى باندې بې كوره كېدل نه وى لیكلي (نو) یقینًا دوى ته به يې په دنیا كې عذاب وركړى و او د دوى لپاره په اخرت كې د اور عذاب دى
ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ شَاقُّوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۖ وَمَنْ يُشَاقِّ اللَّهَ فَإِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ
دا ځكه چې یقینًا دوى د الله او د هغه د رسول مخالفت كړى و او هغه څوك چې د الله مخالفت وكړي، نو بېشكه الله د ډېر سخت عذاب والا دى
مَا قَطَعْتُمْ مِنْ لِينَةٍ أَوْ تَرَكْتُمُوهَا قَائِمَةً عَلَىٰ أُصُولِهَا فَبِإِذْنِ اللَّهِ وَلِيُخْزِيَ الْفَاسِقِينَ
د كجورو هره هغه ونه چې تاسو پرې كړه، یا مو هغه په خپلو بېخونو ولاړه پرېښوده، نو (دغه) د الله په حكم سره دي او د دې لپاره چې هغه (الله) دغو فاسقانو (كافرانو) لره رسوا (او ذلیله) كړي
وَمَا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَىٰ رَسُولِهِ مِنْهُمْ فَمَا أَوْجَفْتُمْ عَلَيْهِ مِنْ خَيْلٍ وَلَا رِكَابٍ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ يُسَلِّطُ رُسُلَهُ عَلَىٰ مَنْ يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
او هغه (مال) چې الله له دوى نه په خپل رسول باندې راګرځولى دى، نو تاسو په دغه (مال) باندې نه اسونه ځغلولي دي او نه اوښان۔ او لېكن الله خپل رسولان مسلط كوي په هر هغه چا باندې چې يې وغواړي۔ او الله په هر شي باندې ښه قادر دى
Choose other languages:

Albanian

Amharic

Azerbaijani

Bengali

Bosnian

Bulgarian

Burmese

Chinese

Danish

Dutch

English

Farsi

Filipino

French

Fulah

German

Gujarati

Hausa

Hindi

Indonesian

Italian

Japanese

Jawa

Kazakh

Khmer

Korean

Kurdish

Kyrgyz

Malay

Malayalam

Norwegian

Pashto

Persian

Polish

Portuguese

Punjabi

Russian

Sindhi

Sinhalese

Somali

Spanish

Swahili

Swedish

Tajik

Tamil

Tatar

Telugu

Thai

Turkish

Urdu

Uyghur

Uzbek

Vietnamese

Yoruba
