Quran Apps in many lanuages:

Surah Al-Baqara Ayahs #58 Translated in Pashto

وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ إِنَّكُمْ ظَلَمْتُمْ أَنْفُسَكُمْ بِاتِّخَاذِكُمُ الْعِجْلَ فَتُوبُوا إِلَىٰ بَارِئِكُمْ فَاقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ عِنْدَ بَارِئِكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ ۚ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ
او (یاد كړه) هغه وخت چې موسٰی خپل قوم ته وویل: اى زما قومه! یقینًا تاسو د سخي په (معبود) نیولوسره په خپلو ځانونو باندې ظلم كړى دى، لهٰذا خپل خالق ته توبه وباسئ، نو خپل ځانونه قتل كړئ، دا (وژل) تاسو لپاره ستاسو د خالق په نیز بهتر دي، بيا هغه ستاسو توبه قبوله كړه، یقینًا هم هغه ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى دى
وَإِذْ قُلْتُمْ يَا مُوسَىٰ لَنْ نُؤْمِنَ لَكَ حَتَّىٰ نَرَى اللَّهَ جَهْرَةً فَأَخَذَتْكُمُ الصَّاعِقَةُ وَأَنْتُمْ تَنْظُرُونَ
او كله چې تاسو وویل: اى موسٰی! مونږ به هېڅ كله هم پر تا ایمان را نه وړو تر هغه پورې چې مونږ الله ښه ښكاره ووینو، نوتاسو تندر ونیولئ او تاسوكتل
ثُمَّ بَعَثْنَاكُمْ مِنْ بَعْدِ مَوْتِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
بیا مونږ تاسو ستاسو له مرګ نه پس راژوندي كړئ، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ
وَظَلَّلْنَا عَلَيْكُمُ الْغَمَامَ وَأَنْزَلْنَا عَلَيْكُمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوَىٰ ۖ كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ ۖ وَمَا ظَلَمُونَا وَلَٰكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ
او مونږ په تاسو ورېځ سيورى كړه او مَن او سلوٰی (ترنجبین او مړز ډوله مرغان) مو په تاسو نازل كړل، هغه پاكیزه څیزونه خورئ، چې مونږ تاسو ته دركړي دي، او هغوى پر مونږ ظلم نه و كړى، او لېكن هم پر خپلو ځانونو يې ظلم كاوه
وَإِذْ قُلْنَا ادْخُلُوا هَٰذِهِ الْقَرْيَةَ فَكُلُوا مِنْهَا حَيْثُ شِئْتُمْ رَغَدًا وَادْخُلُوا الْبَابَ سُجَّدًا وَقُولُوا حِطَّةٌ نَغْفِرْ لَكُمْ خَطَايَاكُمْ ۚ وَسَنَزِيدُ الْمُحْسِنِينَ
او كله چې مونږ وویل: دې كلي ته ورننوځئ، نو چرته چې مو خوښه شي، ترې پرېمانه يې خورئ او په دروازه كې داخل شئ، چې سجده كوونكي یئ او وایئ ’’مونږ وبخښه‘‘ مونږ به تاسو ته ستاسو ګناهونه وبخښو، او ژر ده چې مونږ به نېكانو ته (ثواب) نور زیات وركړو

Choose other languages: