Surah Al-Baqara Ayahs #184 Translated in Pashto
كُتِبَ عَلَيْكُمْ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ إِنْ تَرَكَ خَيْرًا الْوَصِيَّةُ لِلْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ بِالْمَعْرُوفِ ۖ حَقًّا عَلَى الْمُتَّقِينَ
پر تاسو باندې فرض كړى شوي دي د مور او پلار او خپلوانو لپاره په ښې طریقې سره وصیت كول، كله چې په تاسو كې یو كس ته مرګ راشي، په دې شرط چې مال يې پریښى وي۔، دا په متقیانو ډېر لازم (حكم) دى
فَمَنْ بَدَّلَهُ بَعْدَمَا سَمِعَهُ فَإِنَّمَا إِثْمُهُ عَلَى الَّذِينَ يُبَدِّلُونَهُ ۚ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
نو چا چې دا (وصیت) له اورېدلو نه پس بدل كړ، نو یقینًا همدا خبره ده چې د دې (بدلولو) ګناه په هغو كسانو ده چې دا (وصیت) بدلوي، یقینًا الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى
فَمَنْ خَافَ مِنْ مُوصٍ جَنَفًا أَوْ إِثْمًا فَأَصْلَحَ بَيْنَهُمْ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ
بیا چې څوك له وصیت كوونكي نه (په خطا سره) د ظلم، یا (په قصد سره) د ګناه وېره لري، نو د هغوى په مينځ كې يې جوړه وكړه، نو په هغه باندې هېڅ ګناه نشته، یقینًا الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! پر تاسو باندې روژه فرض كړى شوې ده لكه چې فرض كړى شوې وه پر هغو كسانو چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو متقیان شئ
أَيَّامًا مَعْدُودَاتٍ ۚ فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ ۚ وَعَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ ۖ فَمَنْ تَطَوَّعَ خَيْرًا فَهُوَ خَيْرٌ لَهُ ۚ وَأَنْ تَصُومُوا خَيْرٌ لَكُمْ ۖ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ
یو څو ورځې شمېرل شوې، نو څوك چې په تاسو كې مریض وي، یا په سفر وي، نو (په هغه باندې) د نورو ورځو شمېرل دي، اوپه هغو كسانو باندې چې د دې (روژې) طاقت لري، د یو مسكین خوراك فدیه لازم ده، پس څوك چې په خوښۍ سره نېكي وكړي، نو د ده لپاره هغه بهتره ده، او دا چه روژه ونیسئ (دا) تاسو لپاره ډېر غوره دي، كه چېرې يئ تاسو چې پوهېږئ
Choose other languages:

Albanian

Amharic

Azerbaijani

Bengali

Bosnian

Bulgarian

Burmese

Chinese

Danish

Dutch

English

Farsi

Filipino

French

Fulah

German

Gujarati

Hausa

Hindi

Indonesian

Italian

Japanese

Jawa

Kazakh

Khmer

Korean

Kurdish

Kyrgyz

Malay

Malayalam

Norwegian

Pashto

Persian

Polish

Portuguese

Punjabi

Russian

Sindhi

Sinhalese

Somali

Spanish

Swahili

Swedish

Tajik

Tamil

Tatar

Telugu

Thai

Turkish

Urdu

Uyghur

Uzbek

Vietnamese

Yoruba
