Quran Apps in many lanuages:

Surah At-Tawba Ayahs #128 Translated in Pashto

وَإِذَا مَا أُنْزِلَتْ سُورَةٌ فَمِنْهُمْ مَنْ يَقُولُ أَيُّكُمْ زَادَتْهُ هَٰذِهِ إِيمَانًا ۚ فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا فَزَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَهُمْ يَسْتَبْشِرُونَ
او كله چې هم كوم سورت نازل كړى شي، نو په دوى كې ځینې هغه څوك دي چې وايي: په تاسو كې كوم یو دى چې دې (سورت) د هغه ایمان زیات كړ؟ نو هر چې مومنان دي، نو دې (سورت) د دوى ایمان ورزیات كړ، په داسې حال كې چې دوى ښه خوشالېږي
وَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ فَزَادَتْهُمْ رِجْسًا إِلَىٰ رِجْسِهِمْ وَمَاتُوا وَهُمْ كَافِرُونَ
او پاتې شو هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې مرض دى، نو دې (سورت) هغوى ته د هغوى له ګندګۍ سره ګندګي ور زیاته كړه او دوى مړه شول، په دې حال كې چې دوى كافران وو
أَوَلَا يَرَوْنَ أَنَّهُمْ يُفْتَنُونَ فِي كُلِّ عَامٍ مَرَّةً أَوْ مَرَّتَيْنِ ثُمَّ لَا يَتُوبُونَ وَلَا هُمْ يَذَّكَّرُونَ
او ایا دوى نه ګوري چې یقینًا دوى هر كال یو ځله، یا دوه ځله ازمايلى شي، بیا نه دوى توبه وباسي او نه دوى نصیحت اخلي
وَإِذَا مَا أُنْزِلَتْ سُورَةٌ نَظَرَ بَعْضُهُمْ إِلَىٰ بَعْضٍ هَلْ يَرَاكُمْ مِنْ أَحَدٍ ثُمَّ انْصَرَفُوا ۚ صَرَفَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَفْقَهُونَ
او كله چې هم كوم سورت نازل كړى شي د دوى ځینې ځینو (نورو) ته وګوري چې ایا تاسو څوك ویني؟ بیا واپس شي، الله د دوى زړونه ګرځولي دي، په سبب د دې چې یقینًا دوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي
لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ بِالْمُؤْمِنِينَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ
یقینًا یقینًا تاسو ته له هم ستاسو له جنسه نه رسول راغلى دى، هغه څه چې تاسو په تكلیف كې اچوي؛ په ده ډېر سخت (او درانه) دي، ستاسو (د هدایت) لپاره پر تاسو باندې ډېر حرصناك دى، په مومنانو باندې ډېر نرمي كوونكى، ډېر مهربان دى

Choose other languages: