Quran Apps in many lanuages:

Surah At-Tawba Ayahs #105 Translated in Pashto

وَمِمَّنْ حَوْلَكُمْ مِنَ الْأَعْرَابِ مُنَافِقُونَ ۖ وَمِنْ أَهْلِ الْمَدِينَةِ ۖ مَرَدُوا عَلَى النِّفَاقِ لَا تَعْلَمُهُمْ ۖ نَحْنُ نَعْلَمُهُمْ ۚ سَنُعَذِّبُهُمْ مَرَّتَيْنِ ثُمَّ يُرَدُّونَ إِلَىٰ عَذَابٍ عَظِيمٍ
او ستاسو په شاو خوا كې چې اعرابیان دي، په هغو كې ځینې منافقان دي او ځینې د مدینې له اوسېدونكو نه هم، چې په نفاق باندې ټینګ شوي دي، ته (اى نبي!) هغوى نه پېژنې، مونږ يې پېژنو، ژر به مونږ دوى ته دوه ځله عذاب وركړو، بیا به دوى ډېر لوى عذاب ته ورګرځولى شي
وَآخَرُونَ اعْتَرَفُوا بِذُنُوبِهِمْ خَلَطُوا عَمَلًا صَالِحًا وَآخَرَ سَيِّئًا عَسَى اللَّهُ أَنْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ
او (ځینې) نور (خلق) دي چې په خپلو ګناهونو قايله شوي دي، دوى نېك عمل او بل بد عمل سره ګَډ (او ميلاو) كړي دي، امېد دى چې الله به په دوى رجوع وكړي، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِمْ بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ ۖ إِنَّ صَلَاتَكَ سَكَنٌ لَهُمْ ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
(اى نبي!) ته د دوى له مالونو نه صدقه واخله، چې ته دوى پاك كړې او په دې سره يې تزكیه وكړې او دوى ته دعا وكړه، بېشكه ستا دعا د دوى لپاره تسكین دى او الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى
أَلَمْ يَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ هُوَ يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَأْخُذُ الصَّدَقَاتِ وَأَنَّ اللَّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ
ایا دوى نه پوهېدل چې یقینًا الله دى چې هغه له خپلو بنده ګانو توبه قبلوي او صدقې اخلي او دا چې بېشكه الله، هم دى ښه توبه قبلوونكى، بې حده مهربان دى
وَقُلِ اعْمَلُوا فَسَيَرَى اللَّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُ وَالْمُؤْمِنُونَ ۖ وَسَتُرَدُّونَ إِلَىٰ عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ
او (اى نبي!) ته ووایه: تاسو عمل كوئ، پس ضرور به الله ستاسو عمل وویني او د ده رسول او مومنان (هم) او ژر به تاسو بیا بوتلى شئ د پټو او ښكاره وو عالِم (الله) ته، نو هغه به تاسو په هغو كارونو خبر كړي چې تاسو به كول

Choose other languages: