Quran Apps in many lanuages:

Surah Ash-Shura Ayahs #22 Translated in Pashto

يَسْتَعْجِلُ بِهَا الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِهَا ۖ وَالَّذِينَ آمَنُوا مُشْفِقُونَ مِنْهَا وَيَعْلَمُونَ أَنَّهَا الْحَقُّ ۗ أَلَا إِنَّ الَّذِينَ يُمَارُونَ فِي السَّاعَةِ لَفِي ضَلَالٍ بَعِيدٍ
دغه (قیامت) هغه كسان په تلوار سره غواړي چې په ده ایمان نه لري۔ او هغه كسان چې (په ده) يې ایمان راوړى دى، له ده نه وېرېدونكي دي۔ او دوى پوهېږي چې یقینًا دا حق دى۔، خبردار شئ! بېشكه هغه كسان چې د قیامت په باره كې جګړې (او شكونه) كوي، یقینًا په ډېرې لرې ګمراهۍ كې دي
اللَّهُ لَطِيفٌ بِعِبَادِهِ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ ۖ وَهُوَ الْقَوِيُّ الْعَزِيزُ
الله په خپلو بنده ګانو ډېر مهربان دى، هغه روزي وركوي چا ته چې وغواړي، او هم دى ډېر زورور، ښه غالب دى
مَنْ كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الْآخِرَةِ نَزِدْ لَهُ فِي حَرْثِهِ ۖ وَمَنْ كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الدُّنْيَا نُؤْتِهِ مِنْهَا وَمَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِنْ نَصِيبٍ
هر هغه څوك چې د اخرت فصل غواړي، نو مونږ به د ده لپاره د ده په فصل كې زیاتوالى وكړو۔ او هر هغه څوك چې د دنیا فصل غواړي (نو) مونږ به ده ته له دغې (دنیا) نه څه وركړو او د ده لپاره به په اخرت كې هېڅ برخه نه وي
أَمْ لَهُمْ شُرَكَاءُ شَرَعُوا لَهُمْ مِنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَنْ بِهِ اللَّهُ ۚ وَلَوْلَا كَلِمَةُ الْفَصْلِ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ ۗ وَإِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
ایا د دوى لپاره داسې شریكان شته چې د دوى لپاره يې له دین څخه هغه لاره مقرر كړې ده چې الله د هغې اذن نه دى كړى۔ او كه چېرې د فیصلې خبره نه وى (نو) د دوى په مینځ كې به خامخا فیصله شوې وى۔ او بېشكه ظالمان چې دي، د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
تَرَى الظَّالِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا كَسَبُوا وَهُوَ وَاقِعٌ بِهِمْ ۗ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فِي رَوْضَاتِ الْجَنَّاتِ ۖ لَهُمْ مَا يَشَاءُونَ عِنْدَ رَبِّهِمْ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِيرُ
ته به ظالمان (مشركان) وینې چې د خپل كړي عمل (له انجام) نه به وېرېدونكي وي، په دې حال كې چې هغه په دوى پرېوتونكى دى، او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د جنتونو په باغېچو كې به وي۔ د دوى لپاره د خپل رب په نېز هغه څه دي چې دوى يې غواړي۔، هم دغه ډېر لوى فضل دى

Choose other languages: