Quran Apps in many lanuages:

Surah Ash-Shura Ayahs #24 Translated in Pashto

مَنْ كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الْآخِرَةِ نَزِدْ لَهُ فِي حَرْثِهِ ۖ وَمَنْ كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الدُّنْيَا نُؤْتِهِ مِنْهَا وَمَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِنْ نَصِيبٍ
هر هغه څوك چې د اخرت فصل غواړي، نو مونږ به د ده لپاره د ده په فصل كې زیاتوالى وكړو۔ او هر هغه څوك چې د دنیا فصل غواړي (نو) مونږ به ده ته له دغې (دنیا) نه څه وركړو او د ده لپاره به په اخرت كې هېڅ برخه نه وي
أَمْ لَهُمْ شُرَكَاءُ شَرَعُوا لَهُمْ مِنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَنْ بِهِ اللَّهُ ۚ وَلَوْلَا كَلِمَةُ الْفَصْلِ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ ۗ وَإِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
ایا د دوى لپاره داسې شریكان شته چې د دوى لپاره يې له دین څخه هغه لاره مقرر كړې ده چې الله د هغې اذن نه دى كړى۔ او كه چېرې د فیصلې خبره نه وى (نو) د دوى په مینځ كې به خامخا فیصله شوې وى۔ او بېشكه ظالمان چې دي، د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
تَرَى الظَّالِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا كَسَبُوا وَهُوَ وَاقِعٌ بِهِمْ ۗ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فِي رَوْضَاتِ الْجَنَّاتِ ۖ لَهُمْ مَا يَشَاءُونَ عِنْدَ رَبِّهِمْ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِيرُ
ته به ظالمان (مشركان) وینې چې د خپل كړي عمل (له انجام) نه به وېرېدونكي وي، په دې حال كې چې هغه په دوى پرېوتونكى دى، او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د جنتونو په باغېچو كې به وي۔ د دوى لپاره د خپل رب په نېز هغه څه دي چې دوى يې غواړي۔، هم دغه ډېر لوى فضل دى
ذَٰلِكَ الَّذِي يُبَشِّرُ اللَّهُ عِبَادَهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ ۗ قُلْ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَىٰ ۗ وَمَنْ يَقْتَرِفْ حَسَنَةً نَزِدْ لَهُ فِيهَا حُسْنًا ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ شَكُورٌ
دغه دى هغه شى چې الله يې خپلو هغو بنده ګانو ته زېرى وركوي چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي۔، ته (دوى ته) ووایه: زه له تاسو نه په دغه (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (مزدوري) نه غواړم، لېكن په خپلوۍ كې مینه (د خپلولۍ مينه) (غواړم) او هر هغه څوك چې نېكي وكړي مونږ به هغه ته په دغې (نېكۍ) ښايست ورزیات كړو، بېشكه اللٰه ډېر مغفرت كوونكى ډېر قدردان (شكر قبلوونكى) دى
أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا ۖ فَإِنْ يَشَإِ اللَّهُ يَخْتِمْ عَلَىٰ قَلْبِكَ ۗ وَيَمْحُ اللَّهُ الْبَاطِلَ وَيُحِقُّ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ ۚ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ
ایا دوى وايي چې ده په الله باندې له ځانه دروغ تړلي دي، ۔ نو كه الله وغواړي ستا په زړه به مهر ولګوي۔ او الله باطل محوه كوي او په خپلو كلماتو سره حق ثابتوي، بېشكه هغه د سینو په خبرو ښه عالم دى

Choose other languages: