Quran Apps in many lanuages:

Surah An-Nur Ayahs #50 Translated in Pashto

لَقَدْ أَنْزَلْنَا آيَاتٍ مُبَيِّنَاتٍ ۚ وَاللَّهُ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ إِلَىٰ صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ
یقینًا یقینًا مونږه بیانوونكي ایتونه نازل كړي دي او الله چې چا ته وغواړي، نېغې لارې ته يې هدایت كوي
وَيَقُولُونَ آمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالرَّسُولِ وَأَطَعْنَا ثُمَّ يَتَوَلَّىٰ فَرِيقٌ مِنْهُمْ مِنْ بَعْدِ ذَٰلِكَ ۚ وَمَا أُولَٰئِكَ بِالْمُؤْمِنِينَ
او دوى وايي: مونږ په الله باندې او په رسول باندې ایمان راوړى دى او مونږ اطاعت كړى دى، بیا په دوى كې یوه ډله له دې نه پس مخ ګرځوي۔ او دغه خلق له سره مومنان نه دي
وَإِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ إِذَا فَرِيقٌ مِنْهُمْ مُعْرِضُونَ
او كله چې دوى الله او د هغه رسول ته راوبلل شي، د دې لپاره چې هغه د دوى په مینځ كې فیصله وكړي، ناڅاپه، په دوى كې یوه ډله مخ ګرځوونكې وي
وَإِنْ يَكُنْ لَهُمُ الْحَقُّ يَأْتُوا إِلَيْهِ مُذْعِنِينَ
او كه حق د دوى لپاره وي (نو بیا) ده (رسول) ته راځي، چې ګړندي فرمان منونكي دي
أَفِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ أَمِ ارْتَابُوا أَمْ يَخَافُونَ أَنْ يَحِيفَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَرَسُولُهُ ۚ بَلْ أُولَٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ
ایا د دوى په زړونو كې مرض دى، یا دوى شك كوي، یا دوى وېرېږي له دې نه چې الله او د هغه رسول به په دوى ظلم وكړي، بلكې همدغه خلق ظالمان دي

Choose other languages: