Quran Apps in many lanuages:

Surah Al-Maeda Ayahs #49 Translated in Pashto

وَكَتَبْنَا عَلَيْهِمْ فِيهَا أَنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ وَالْعَيْنَ بِالْعَيْنِ وَالْأَنْفَ بِالْأَنْفِ وَالْأُذُنَ بِالْأُذُنِ وَالسِّنَّ بِالسِّنِّ وَالْجُرُوحَ قِصَاصٌ ۚ فَمَنْ تَصَدَّقَ بِهِ فَهُوَ كَفَّارَةٌ لَهُ ۚ وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ
او مونږ په دوى باندې په دې (تورات) كې فرض كړي وو چې بېشكه ځان د ځان په بدله كې دى او سترګه د سترګې په بدله كې او پوزه د پوزې په بدله كې او غوږ د غوږ په بدله كې او غاښ د غاښ په بدله كې دى او زخمونه (هم) قصاص (برابر) دي، نو چا چې د دې (قصاص) معافي وكړه، نو دا د ده لپاره كفاره ده (په دې سره له دې ګناه څخه پاكېږي) او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق ظالمان دي
وَقَفَّيْنَا عَلَىٰ آثَارِهِمْ بِعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ التَّوْرَاةِ ۖ وَآتَيْنَاهُ الْإِنْجِيلَ فِيهِ هُدًى وَنُورٌ وَمُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ التَّوْرَاةِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةً لِلْمُتَّقِينَ
او مونږه په هغوى پسې د دوى په نښو باندې د مریمې زوى عیسٰی ولېږه چې له ده نه د وړاندې (كتاب) تورات تصدیق كوونكى و او مونږ هغه ته انجیل وركړ، چې په هغه كې هدایت او رڼا وه او چې له ده نه د مخكې (كتاب) تورات تصدیق كوونكى و او د پرهېزګارانو لپاره هدایت او نصیحت و
وَلْيَحْكُمْ أَهْلُ الْإِنْجِيلِ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فِيهِ ۚ وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ
او لازم ده چې انجیل والا دې فیصله وكړي په هغه څه چې الله په دې (انجیل) كې نازل كړي دي (چې د قرآن او محمدﷺ تصدیق دى) او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق فاسقان دي
وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ ۖ فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ ۖ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ ۚ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنْكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا ۚ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَٰكِنْ لِيَبْلُوَكُمْ فِي مَا آتَاكُمْ ۖ فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرَاتِ ۚ إِلَى اللَّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ
او (اى نبي!) مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، چې د هغو كتابونو تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې دي او د هغوى محافظ دى، نو ته د دوى په مینځ كې فیصله وكړه په هغه څه سره چې الله نازل كړى دى او ته د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه، چې هغه حق پرېږدې چې تا ته راغلى دى، مونږ په تاسو كې د هر یو لپاره یو دستور او لاره مقرر كړې ده، او كه الله غوښتلى، نو تاسو به يې یو امت ګرځولي وئ، او لېكن (بېل بېل يې كړئ) د دې لپاره چې تاسو وازمايي په هغه څه كې چې تاسو ته يې دركړي دي، نو تاسو نېكیو ته له یو بل نه مخكې كېږئ، خاص الله ته ستاسو د ټولو واپسي ده، نو هغه به تاسو ته د هغو كارونو خبر دركړي چې تاسو په هغو كې اختلاف كاوه
وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ ۖ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَاعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ أَنْ يُصِيبَهُمْ بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ ۗ وَإِنَّ كَثِيرًا مِنَ النَّاسِ لَفَاسِقُونَ
او دا چې ته د دوى په مینځ كې فیصله كوه په هغه څه سره چې الله نازل كړى دى او ته د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه او ته له دوى نه محتاط اوسه (هسې نه) چې دوى تا له ځینو (حكمونو) نه واړوي، چې تا ته الله نازل كړي دي، نو كه چېرې دوى وګرځېدل، نو پوه شه چې بېشكه همدا خبره ده چې الله غواړي چې دوى ته د دوى د ځینو ګناهونو په وجه سزا ورسوي او بېشكه ډېر په خلقو كې خامخا فاسقان دي

Choose other languages: