Quran Apps in many lanuages:

Surah Al-Maeda Ayahs #104 Translated in Pashto

قُلْ لَا يَسْتَوِي الْخَبِيثُ وَالطَّيِّبُ وَلَوْ أَعْجَبَكَ كَثْرَةُ الْخَبِيثِ ۚ فَاتَّقُوا اللَّهَ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ
ته ووایه: ناپاك او پاك سره برابر نه دي اګر كه تا د ناپاكو ډېروالى په تعجب كې واچوي، نو اى د خالص عقل خاوندانو! تاسو له الله نه ووېرېږئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَسْأَلُوا عَنْ أَشْيَاءَ إِنْ تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ وَإِنْ تَسْأَلُوا عَنْهَا حِينَ يُنَزَّلُ الْقُرْآنُ تُبْدَ لَكُمْ عَفَا اللَّهُ عَنْهَا ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د داسې څیزونو په باره كې تپوس مه كوئ چې كه تاسو ته ظاهر كړى شي (، نو) تاسو به خفه كړي، او كه چېرې تاسو په هغه وخت كې تپوس وكړئ كله چې قرآن نازلولى شي (، نو) تاسو ته به ظاهر كړى شي، الله تاسو ته (د تېرو سوالونو) معافي كړې ده او الله ډېر بخښونكى، ډېر تحمل والا دى
قَدْ سَأَلَهَا قَوْمٌ مِنْ قَبْلِكُمْ ثُمَّ أَصْبَحُوا بِهَا كَافِرِينَ
یقینًا له تاسو نه مخكې یو قوم د دغه خبرو پوښتنه كړې وه، بیا دوى په هغو (يا په سبب د هغو سره) كافر شول
مَا جَعَلَ اللَّهُ مِنْ بَحِيرَةٍ وَلَا سَائِبَةٍ وَلَا وَصِيلَةٍ وَلَا حَامٍ ۙ وَلَٰكِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ ۖ وَأَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ
الله نه ده مقرره كړې هېڅ بحیره او نه سايبه او نه وصیله او نه حام، او لېكن هغه كسان چې كافر شوي دي دوى په الله باندې دروغ تپي او د دوى اكثره نه پوهېږي
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا إِلَىٰ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ قَالُوا حَسْبُنَا مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا ۚ أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ شَيْئًا وَلَا يَهْتَدُونَ
او كله چې دوى ته وویل شي چې راشئ هغه شي ته چې الله نازل كړى دى او رسول ته (راشئ)، دوى وايي: مونږ ته هغه (لار) كافي ده چې په هغې باندې مونږ خپل پلرونه موندلي دي، ایا اګر كه د دوى پلرونه نه په هېڅ شي پوهېږي او نه هدایت موندونكي وي

Choose other languages: