Quran Apps in many lanuages:

Surah Al-Kahf Ayahs #16 Translated in Pashto

ثُمَّ بَعَثْنَاهُمْ لِنَعْلَمَ أَيُّ الْحِزْبَيْنِ أَحْصَىٰ لِمَا لَبِثُوا أَمَدًا
بیا مونږ دوى له خوبه راپاڅول، د دې لپاره چې مونږ معلوم كړو چې په دوه ډلو كې كومې یوې هغه موده یاده ساتلې ده چې دوى تېره كړې ده
نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ نَبَأَهُمْ بِالْحَقِّ ۚ إِنَّهُمْ فِتْيَةٌ آمَنُوا بِرَبِّهِمْ وَزِدْنَاهُمْ هُدًى
مونږ تا ته د دوى خبر په حقه سره بیانوو، بېشكه دوى داسې ځلمیان وو چې په خپل رب يې ایمان راوړى و او مونږ دوى په هدایت كې ورزیات كړي وو
وَرَبَطْنَا عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ إِذْ قَامُوا فَقَالُوا رَبُّنَا رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَنْ نَدْعُوَ مِنْ دُونِهِ إِلَٰهًا ۖ لَقَدْ قُلْنَا إِذًا شَطَطًا
او مونږ د دوى زړونه مضبوط كړي وو، كله چې دوى ولاړ شول، نو ويې ويل: زمونږ رب د اسمانونو او ځمكې رب دى، مونږ به هیڅكله له هغه نه غیر بل معبود ونه بلو (كه مونږ بل معبود وباله نو)، یقینًا یقینًا په دغه وخت كې به مونږ ډېره غلطه خبره ویلې وي
هَٰؤُلَاءِ قَوْمُنَا اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ آلِهَةً ۖ لَوْلَا يَأْتُونَ عَلَيْهِمْ بِسُلْطَانٍ بَيِّنٍ ۖ فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا
زمونږ دې قوم له هغه (الله) نه غیر نور معبودان ونیول، دوى په (عبادت د) دغو (باطلو معبودانو) باندې ښكاره دلیل ولې نه راوړي؟ نو له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تړي!
وَإِذِ اعْتَزَلْتُمُوهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ إِلَّا اللَّهَ فَأْوُوا إِلَى الْكَهْفِ يَنْشُرْ لَكُمْ رَبُّكُمْ مِنْ رَحْمَتِهِ وَيُهَيِّئْ لَكُمْ مِنْ أَمْرِكُمْ مِرْفَقًا
او كله چې تاسو جدا شوئ له دوى نه او له هغه څه نه چې دوى يې له الله نه غیر عبادت كوي، نو تاسو په غار كې ځاى ونیسئ، ستاسو رب به تاسو لپاره خپل رحمت خور كړي او تاسو لپاره به ستاسو په كار كې اساني تیاره كړي

Choose other languages: