Quran Apps in many lanuages:

Surah Al-Hijr Ayahs #52 Translated in Pashto

لَا يَمَسُّهُمْ فِيهَا نَصَبٌ وَمَا هُمْ مِنْهَا بِمُخْرَجِينَ
دوى ته به په دغو (جنتونو) كې هېڅ تكلیف (ستړې والى) نه رسېږي او نه به دوى له دغو نه له سره وېستل شوي وي
نَبِّئْ عِبَادِي أَنِّي أَنَا الْغَفُورُ الرَّحِيمُ
ته زما بنده ګانو ته خبر وركړه چې بېشكه زه، همدا زه ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى یم
وَأَنَّ عَذَابِي هُوَ الْعَذَابُ الْأَلِيمُ
او دا چې بېشكه زما عذاب، هم هغه ډېر دردوونكى عذاب دى
وَنَبِّئْهُمْ عَنْ ضَيْفِ إِبْرَاهِيمَ
او ته دوى ته د ابراهیم د مېلمنو په باره كې خبر وركړه
إِذْ دَخَلُوا عَلَيْهِ فَقَالُوا سَلَامًا قَالَ إِنَّا مِنْكُمْ وَجِلُونَ
كله چې هغوى په ده ورننوتل، نو دوى وویل: (مونږ سلام وایو) سلام ویل: هغه وویل: بېشكه مونږ له تاسو څخه وېرېدونكي یو

Choose other languages: