Quran Apps in many lanuages:

Surah Saba Ayahs #13 Translated in Pashto

أَفَلَمْ يَرَوْا إِلَىٰ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ ۚ إِنْ نَشَأْ نَخْسِفْ بِهِمُ الْأَرْضَ أَوْ نُسْقِطْ عَلَيْهِمْ كِسَفًا مِنَ السَّمَاءِ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِكُلِّ عَبْدٍ مُنِيبٍ
ایا دوى نه دې كتلي هغه څه ته چې د دوى په مخ كې دي او هغه څه ته چې له دوى نه وروسته دي۔ له اسمانه او ځمكې نه۔، كه چېرې مونږ وغواړو (نو) دوى به په ځمكه كې ورډوب كړو، یا به په دوى له اسمانه ټوټې راوغورځوو۔، بېشكه په دغو (كارونو) كې خامخا لویه نښه ده د هر رجوع كوونكي بنده لپاره
وَلَقَدْ آتَيْنَا دَاوُودَ مِنَّا فَضْلًا ۖ يَا جِبَالُ أَوِّبِي مَعَهُ وَالطَّيْرَ ۖ وَأَلَنَّا لَهُ الْحَدِيدَ
او یقینًا یقینًا مونږ داود ته له خپله جانبه لوى فضیلت وركړى و۔، اى غرونو! او مرغانو له ده سره تسبیح راوګرځوئ۔ او مونږ د ده لپاره اوسپنه پسته كړې وه
أَنِ اعْمَلْ سَابِغَاتٍ وَقَدِّرْ فِي السَّرْدِ ۖ وَاعْمَلُوا صَالِحًا ۖ إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
چې ته پوره ارتې زغرې جوړوه او د (كړیو) په اوبدلو (بوڼلو) كې اندازه كوه ۔او تاسو نېك عمل كوئ، بېشكه زه هغه كارونو لره چې تاسو يې كوئ؛ ښه لیدونكى یم
وَلِسُلَيْمَانَ الرِّيحَ غُدُوُّهَا شَهْرٌ وَرَوَاحُهَا شَهْرٌ ۖ وَأَسَلْنَا لَهُ عَيْنَ الْقِطْرِ ۖ وَمِنَ الْجِنِّ مَنْ يَعْمَلُ بَيْنَ يَدَيْهِ بِإِذْنِ رَبِّهِ ۖ وَمَنْ يَزِغْ مِنْهُمْ عَنْ أَمْرِنَا نُذِقْهُ مِنْ عَذَابِ السَّعِيرِ
او د سلیمان لپاره مو هوا (مسخر كړې وه) چې د هغې د ورځې د اولې حصې مزل یوه میاشت (لاره) وه او د هغې د ورځې د اخري حصې مزل (هم) یوه میاشت (لاره) وه او د ده لپاره مونږ د ویلې كړى شوې تانبې چینه وبهوله او (مسخر كړي مو وو) له پېرانو نه هغه څوك چې د ده په مخ كې به يې د ده د رب په حكم سره كار كاوه۔ (ورته ویل شوي وو چې) په دوى كې چې هر چا زمونږ له حكم نه سركشي وكړه (، نو) مونږ به په هغه د لمبې وهونكي اور د عذاب نه وڅَكوو
يَعْمَلُونَ لَهُ مَا يَشَاءُ مِنْ مَحَارِيبَ وَتَمَاثِيلَ وَجِفَانٍ كَالْجَوَابِ وَقُدُورٍ رَاسِيَاتٍ ۚ اعْمَلُوا آلَ دَاوُودَ شُكْرًا ۚ وَقَلِيلٌ مِنْ عِبَادِيَ الشَّكُورُ
دوى (پېریانو) به د ده لپاره هغه څه جوړول چې ده به غوښتل، یعنې اوچتې قلاګانې، او تمثالونه او لګنونه، لكه تالابونه او په نغریو كلك پراته دېګونه۔، اى آل داوده! تاسو (نېك) عمل كوئ د شكر لپاره۔ او زما په بنده ګانو كې شكر كوونكي ډېر لږ دي

Choose other languages: