Quran Apps in many lanuages:

Surah At-Talaq Ayahs #9 Translated in Pashto

ذَٰلِكَ أَمْرُ اللَّهِ أَنْزَلَهُ إِلَيْكُمْ ۚ وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يُكَفِّرْ عَنْهُ سَيِّئَاتِهِ وَيُعْظِمْ لَهُ أَجْرًا
دغه د الله حكم دى، چې تاسو ته يې دغه نازل كړى دى۔ او هغه څوك چې له الله نه ووېرېږي، هغه به له ده نه د ده ګناهونه لرې كړي او د ده لپاره به اجر ډېر لوى كړي
أَسْكِنُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ سَكَنْتُمْ مِنْ وُجْدِكُمْ وَلَا تُضَارُّوهُنَّ لِتُضَيِّقُوا عَلَيْهِنَّ ۚ وَإِنْ كُنَّ أُولَاتِ حَمْلٍ فَأَنْفِقُوا عَلَيْهِنَّ حَتَّىٰ يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ ۚ فَإِنْ أَرْضَعْنَ لَكُمْ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ ۖ وَأْتَمِرُوا بَيْنَكُمْ بِمَعْرُوفٍ ۖ وَإِنْ تَعَاسَرْتُمْ فَسَتُرْضِعُ لَهُ أُخْرَىٰ
تاسو دغه ښځې (په عدت كې) د خپل طاقت سره سم د هغه ځاى په څه حصه كې اوسوئ چې تاسو (په كې) اوسېږئ۔ او تاسو دوى ته ضرر مه رسوئ، د دې لپاره چې تاسو په دوى باندې تنګسیا راولئ۔ او كه چېرې دغه (ښځې) امېدوارې (حامله) وي، بیا نو تاسو په دوى باندې خرچه كوئ تر هغه پورې چې دوى خپل حمل وزېږوي۔، نو كه دوى ستاسو (اولاد) لپاره تى وركړي، نو تاسو دوى ته د دوى مزدوري وركړئ او تاسو په خپل مینځ كې په ښې طریقې سره یو له بله سره مشوره كوئ۔ او كه تاسو یو له بل سره سختي وكړئ، نو ده (اولاد) ته به عنقریب بله ښځه تى وركړي
لِيُنْفِقْ ذُو سَعَةٍ مِنْ سَعَتِهِ ۖ وَمَنْ قُدِرَ عَلَيْهِ رِزْقُهُ فَلْيُنْفِقْ مِمَّا آتَاهُ اللَّهُ ۚ لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا مَا آتَاهَا ۚ سَيَجْعَلُ اللَّهُ بَعْدَ عُسْرٍ يُسْرًا
د فراخۍ والا دې له خپلې فراخۍ نه خرچه وكړي او هغه څوك چې په هغه باندې خپل رزق تنګ كړى شوى وي، نو هغه دې له هغه (مال) نه څه خرچ كړي چې الله ده ته وركړى دى۔، الله هېڅ یونفس نه مكلف كوي مګر هومره چې ده ته يې وركړى دى۔، ژر ده چې الله به له تنګۍ نه پس اساني راولي
وَكَأَيِّنْ مِنْ قَرْيَةٍ عَتَتْ عَنْ أَمْرِ رَبِّهَا وَرُسُلِهِ فَحَاسَبْنَاهَا حِسَابًا شَدِيدًا وَعَذَّبْنَاهَا عَذَابًا نُكْرًا
او ډېر كلي وو چې د خپل رب او د هغه د رسولانو له حكم نه يې سركشي كړې وه، نو مونږ له هغوى سره حساب وكړ، ډېر سخت حساب كول۔ او مونږ هغوى ته عذاب وركړ ډېر ناكاره عذاب وركول
فَذَاقَتْ وَبَالَ أَمْرِهَا وَكَانَ عَاقِبَةُ أَمْرِهَا خُسْرًا
نو هغوى د خپل كار سزا وڅكله او د دوى د كار انجام زیان (او تاوان) شو

Choose other languages: