Quran Apps in many lanuages:

Surah At-Tahrim Ayahs #5 Translated in Pashto

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكَ ۖ تَبْتَغِي مَرْضَاتَ أَزْوَاجِكَ ۚ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ
اى نبي! ته ولې هغه شى حراموې (بندوې) چې الله تا ته حلال كړى دى؟ ته د خپلو ښځو خوشحالول (او راضی كول) غواړې۔ او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
قَدْ فَرَضَ اللَّهُ لَكُمْ تَحِلَّةَ أَيْمَانِكُمْ ۚ وَاللَّهُ مَوْلَاكُمْ ۖ وَهُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ
یقینًا الله تاسو لپاره ستاسو د قسمونو حلالوالى مقرر كړى دى۔ او الله ستا مددګار دى، او هم دى ښه پوه، ښه حكمت والا دى
وَإِذْ أَسَرَّ النَّبِيُّ إِلَىٰ بَعْضِ أَزْوَاجِهِ حَدِيثًا فَلَمَّا نَبَّأَتْ بِهِ وَأَظْهَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ عَرَّفَ بَعْضَهُ وَأَعْرَضَ عَنْ بَعْضٍ ۖ فَلَمَّا نَبَّأَهَا بِهِ قَالَتْ مَنْ أَنْبَأَكَ هَٰذَا ۖ قَالَ نَبَّأَنِيَ الْعَلِيمُ الْخَبِيرُ
او (یاد كړه) هغه وخت چې نبي په خپلو ښځو كې كومې ته په راز كې یوه خبره وویله۔، نو كله چې هغې په دې سره (بلې ته) خبر وركړ۔ او الله ده ته دغه (خبره) ښكاره كړه (نو) ده ځینې خبره وښودله او له ځینې نه يې اعراض وكړ۔، نو كله چې ده هغه (ښځه) په دې خبره كړه (نو) هغې وویل: ته په دې باندې چا خبر كړې؟ ده وویل: ما ته ډېر پوه (او) ښه خبردار ذات خبر راكړ
إِنْ تَتُوبَا إِلَى اللَّهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوبُكُمَا ۖ وَإِنْ تَظَاهَرَا عَلَيْهِ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ مَوْلَاهُ وَجِبْرِيلُ وَصَالِحُ الْمُؤْمِنِينَ ۖ وَالْمَلَائِكَةُ بَعْدَ ذَٰلِكَ ظَهِيرٌ
كه چېرې تاسو دواړه الله ته توبه وباسئ، نو یقینًا ستاسو د دواړو زړونه مايله شوي دي او كه د ده (نبي) په خلاف تاسو یوه له بلې سره مدد وكړئ، نو بېشكه چې الله، همغه د ده مددګار دى۔ او جبریل او صالح مومنان او ملايك له دې نه پس مددګاران دي
عَسَىٰ رَبُّهُ إِنْ طَلَّقَكُنَّ أَنْ يُبْدِلَهُ أَزْوَاجًا خَيْرًا مِنْكُنَّ مُسْلِمَاتٍ مُؤْمِنَاتٍ قَانِتَاتٍ تَائِبَاتٍ عَابِدَاتٍ سَائِحَاتٍ ثَيِّبَاتٍ وَأَبْكَارًا
كه دى تاسو ته طلاق دركړي (، نو) امېد دى چې د ده رب به ده ته په بدل كې له تاسو نه ډېرې غوره ښځې وركړي، چې مسلمانانې، مومنانې، اطاعت ګزارې، توبه اېستونكې، عبادت كوونكې، روژه نیوونكې، (هجرت كوونكې) څښتن لیدلې او پېغلې به وي

Choose other languages: