Surah Ash-Shura Ayahs #14 Translated in Pashto
وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِنْ شَيْءٍ فَحُكْمُهُ إِلَى اللَّهِ ۚ ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبِّي عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ
او هر هغه شى چې تاسو په هغه كې اختلاف وكړئ، نو د هغه حكم (فیصله) الله ته ده، دغه الله زما رب دى، خاص په ده باندې ما توكل كړى دى او خاص هم ده ته زه رجوع كوم
فَاطِرُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ جَعَلَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَمِنَ الْأَنْعَامِ أَزْوَاجًا ۖ يَذْرَؤُكُمْ فِيهِ ۚ لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ
(دغه الله) د اسمانونو او ځمكې پیدا كوونكى دى، تاسو لپاره يې له هم ستاسو له جنس (او ځانونو) نه جوړې پیدا كړي دي۔ او له څارویو نه يې هم قسمونه (پیدا كړي دي)، هغه تاسو په دې طریقې سره خوروي۔، د هغه په مثل هېڅ شى نشته۔ او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى
لَهُ مَقَالِيدُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ ۚ إِنَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ
خاص هم دغه (الله) لره د اسمانونو او ځمكې چابیانې دي۔، هغه چا لپاره چې وغواړي رزق فراخوي او (چا لپاره چې وغواړي) تنګوي يې۔، بېشكه هغه په هر شي باندې ښه عالم دى
شَرَعَ لَكُمْ مِنَ الدِّينِ مَا وَصَّىٰ بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَمَا وَصَّيْنَا بِهِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَىٰ وَعِيسَىٰ ۖ أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ وَلَا تَتَفَرَّقُوا فِيهِ ۚ كَبُرَ عَلَى الْمُشْرِكِينَ مَا تَدْعُوهُمْ إِلَيْهِ ۚ اللَّهُ يَجْتَبِي إِلَيْهِ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي إِلَيْهِ مَنْ يُنِيبُ
هغه تاسو لپاره هغه دین مقرر كړى دى چې د هغه وصیت يې نوح ته كړى و او هغه چې مونږ تا ته وحي كړى دى او هغه چې مونږ د هغه وصیت ابراهیم او موسٰى او عیسٰى ته كړى و، چې تاسو دین قايم كړئ او په ده كې مه مختلف كېږئ، په مشركانو باندې هغه شى ډېر دروند دى چې ته دوى هغه ته بلې۔، الله غوره كوي دې (دین) ته چا ته چې وغواړي او د ده په طرف هغه چا ته هدایت كوي چې رجوع كوي
وَمَا تَفَرَّقُوا إِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ ۚ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَبِّكَ إِلَىٰ أَجَلٍ مُسَمًّى لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ ۚ وَإِنَّ الَّذِينَ أُورِثُوا الْكِتَابَ مِنْ بَعْدِهِمْ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ مُرِيبٍ
او دوى سره مختلف شوي نه وو مګر وروسته له هغه چې دوى ته علم راغى، په خپل مینځ كې د حسد په وجه، او كه چېرې هغه خبره نه وى چې ستا د رب له جانبه تر ټاكلې نېټې پورې ړومبى شوې ده۔ (، نو) د دوى په مینځ كې به خامخا فیصله كړى شوې وى۔ اوبېشكه هغه كسان چې له دوى نه وروسته ورته كتاب په میراث كې وركړى شوى دى، خامخا د دغه (قرآن) په هكله په اضطراب اچوونكي شك كې دي
Choose other languages:

Albanian

Amharic

Azerbaijani

Bengali

Bosnian

Bulgarian

Burmese

Chinese

Danish

Dutch

English

Farsi

Filipino

French

Fulah

German

Gujarati

Hausa

Hindi

Indonesian

Italian

Japanese

Jawa

Kazakh

Khmer

Korean

Kurdish

Kyrgyz

Malay

Malayalam

Norwegian

Pashto

Persian

Polish

Portuguese

Punjabi

Russian

Sindhi

Sinhalese

Somali

Spanish

Swahili

Swedish

Tajik

Tamil

Tatar

Telugu

Thai

Turkish

Urdu

Uyghur

Uzbek

Vietnamese

Yoruba
