Quran Apps in many lanuages:

Surah An-Nur Ayahs #37 Translated in Pashto

وَلْيَسْتَعْفِفِ الَّذِينَ لَا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّىٰ يُغْنِيَهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ ۗ وَالَّذِينَ يَبْتَغُونَ الْكِتَابَ مِمَّا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ فَكَاتِبُوهُمْ إِنْ عَلِمْتُمْ فِيهِمْ خَيْرًا ۖ وَآتُوهُمْ مِنْ مَالِ اللَّهِ الَّذِي آتَاكُمْ ۚ وَلَا تُكْرِهُوا فَتَيَاتِكُمْ عَلَى الْبِغَاءِ إِنْ أَرَدْنَ تَحَصُّنًا لِتَبْتَغُوا عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۚ وَمَنْ يُكْرِهْهُنَّ فَإِنَّ اللَّهَ مِنْ بَعْدِ إِكْرَاهِهِنَّ غَفُورٌ رَحِيمٌ
او هغه كسان دې خپل ځان (او عفت) وساتي چې (اسباب د) نكاح نه مومي تر هغه پورې چې الله دوى له خپله فضله غنیان كړي او ستاسو په مریانو وینځو كې چې څوك مكاتب والى غواړي، نو تاسو له هغوى سره مكاتبت وكړئ كه تاسو په دوى كې څه خیر معلوم كړئ او تاسو دوى ته د الله له هغه مال نه وركړئ چې تاسو ته يې دركړى دى او تاسو خپلې وینځې په زنا مه مجبوروئ، كه دوى د ځان پاك ساتلو اراده لري، د دې لپاره چې تاسو د دنيايي ژوند سامان (او مال) طلب كړئ او څوك چې دوى مجبورې كړي، نو بېشكه الله (چې دى) په دوى باندې د (مالكانو له) زور نه پس ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
وَلَقَدْ أَنْزَلْنَا إِلَيْكُمْ آيَاتٍ مُبَيِّنَاتٍ وَمَثَلًا مِنَ الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ وَمَوْعِظَةً لِلْمُتَّقِينَ
او یقینًا یقینًا مونږ تاسو ته څرګندوونكي ایتونه نازل كړي دي او حال د هغو كسانو چې له تاسو نه مخكې تېر شوي دي او نصیحت لپاره د متقیانو
اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ مَثَلُ نُورِهِ كَمِشْكَاةٍ فِيهَا مِصْبَاحٌ ۖ الْمِصْبَاحُ فِي زُجَاجَةٍ ۖ الزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّيٌّ يُوقَدُ مِنْ شَجَرَةٍ مُبَارَكَةٍ زَيْتُونَةٍ لَا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِيءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ ۚ نُورٌ عَلَىٰ نُورٍ ۗ يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَنْ يَشَاءُ ۚ وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ ۗ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ
الله د اسمانونو او ځمكې نور دى، د هغه د نور صفت داسې دى لكه یوه طاقچه ده چې په هغې كې بله ډیوه ده، بله ډیوه په شیشې (قندیل) كې ده، دغه قندیل (داسې دى) ګویاكې هغه روڼ ځلېدونكى ستورى دى، د زیتون له مباركې ونې نه بلولى شي چې (دغه ونه) نه مشرق طرف ته وي او نه مغرب طرف ته، نژدې ده چې د هغې تېل (پخپله) رڼا وكړي اګر چې دغو ته اور هم نه وي رسېدلى، رڼا له پاسه رڼا، الله د خپل نور په طرف هغه چا ته لار ښیي چې يې وغواړي او الله د خلقو لپاره مثالونه بیانوي، او الله په هر شي باندې ښه پوه دى
فِي بُيُوتٍ أَذِنَ اللَّهُ أَنْ تُرْفَعَ وَيُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ يُسَبِّحُ لَهُ فِيهَا بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ
په هغو كورونو (جوماتونو) كې چې الله حكم كړى دى چې پورته دې كړل شي او په دغو كې دې د ده نوم یادوه شي او په دغو (جوماتونو) كې د هغه پاكي بیانوي، د ورځې په شروع كې او د ورځې په اخر كې
رِجَالٌ لَا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ ۙ يَخَافُونَ يَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِيهِ الْقُلُوبُ وَالْأَبْصَارُ
(داسې) سړي چې د الله له ذكر او لمونځ قايمولو او د زكات اداكولو نه يې نه تجارت غافله كوي او نه اخيستل خرڅول، دوى له هغې ورځې نه وېرېږي چې په هغې كې به زړونه او سترګې اوړي راوړي

Choose other languages: