Quran Apps in many lanuages:

Surah An-Nur Ayahs #27 Translated in Pashto

إِنَّ الَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ الْغَافِلَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ لُعِنُوا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ
بېشكه هغه كسان چې په پاك لمنو، ناخبره مومنو ښځو باندې تهمت لګوي په دوى باندې په دنیا او اخرت كې لعنت كړى شوى دى او د دوى لپاره لوى عذاب دى
يَوْمَ تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
په هغې ورځ چې په دوى باندې به خپلې ژبې او خپل لاسونه او خپلې پښې ګواهي كوي (د دوى) په هغو عملونو چې دوى به كول
يَوْمَئِذٍ يُوَفِّيهِمُ اللَّهُ دِينَهُمُ الْحَقَّ وَيَعْلَمُونَ أَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ الْمُبِينُ
په دغې ورځ كې به الله دوى ته د دوى حقه (لايقه) بدله پوره وركړي او دوى به پوه شي چې بېشكه الله، هم هغه ښكاره (او ثابت) حق دى
الْخَبِيثَاتُ لِلْخَبِيثِينَ وَالْخَبِيثُونَ لِلْخَبِيثَاتِ ۖ وَالطَّيِّبَاتُ لِلطَّيِّبِينَ وَالطَّيِّبُونَ لِلطَّيِّبَاتِ ۚ أُولَٰئِكَ مُبَرَّءُونَ مِمَّا يَقُولُونَ ۖ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ
ناپاكې ښځې د ناپاكو سړیو لپاره دي او ناپاك سړي د ناپاكو ښځو لپاره دي او پاكې ښځې د پاكو سړیو لپاره دي او پاك سړي د پاكو ښځو لپاره دي، دغه (پاكان خلق) پاك او بري دي له هغو خبرو نه چې دوى (دروغجن) يې وايي او د دغو (پاكو خلقو) لپاره مغفرت او عزتناكه روزي ده
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّىٰ تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَىٰ أَهْلِهَا ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى تاسو له خپلو كورونو نه غیر نورو كورونو ته مه داخلېږئ، تر دې چې تاسو اجازه وغواړئ او د هغو په اوسېدونكو سلام واچوئ۔، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي، د دې لپاره چې تاسو نصیحت ومنئ

Choose other languages: