Quran Apps in many lanuages:

Surah An-Nahl Ayahs #79 Translated in Pashto

ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا عَبْدًا مَمْلُوكًا لَا يَقْدِرُ عَلَىٰ شَيْءٍ وَمَنْ رَزَقْنَاهُ مِنَّا رِزْقًا حَسَنًا فَهُوَ يُنْفِقُ مِنْهُ سِرًّا وَجَهْرًا ۖ هَلْ يَسْتَوُونَ ۚ الْحَمْدُ لِلَّهِ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ
الله یو مثال بيانوي چې یو مملوك مريى دى چې په هېڅ شي قدرت نه لري او (بل) هغه څوك دى چې مونږ هغه ته له خپل جانبه ښكلى رزق وركړى دى، نو هغه له ده نه په پټه او ښكاره انفاق كوي، ایا دوى سره برابرېږي؟ ټولې ستاينې خاص د الله لپاره دي، بلكې د دوى زیاتره نه پوهېږي
وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا رَجُلَيْنِ أَحَدُهُمَا أَبْكَمُ لَا يَقْدِرُ عَلَىٰ شَيْءٍ وَهُوَ كَلٌّ عَلَىٰ مَوْلَاهُ أَيْنَمَا يُوَجِّهْهُ لَا يَأْتِ بِخَيْرٍ ۖ هَلْ يَسْتَوِي هُوَ وَمَنْ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ ۙ وَهُوَ عَلَىٰ صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ
او الله یو مثال بیانوي چې دوه سړي دي، په دواړو كې یو ګونګى دى، په هېڅ شي قدرت نه لري، په دې حال كې چې هغه په خپل بادار باندې بار (بوج) دى، چې چېرته يې هم ولېږي هېڅ خیر نه راوړي، ایا برابرېږي دغه كس او هغه څوك چې په انصاف سره حكم كوي او هغه په نېغې لارې باندې قايم دى
وَلِلَّهِ غَيْبُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ وَمَا أَمْرُ السَّاعَةِ إِلَّا كَلَمْحِ الْبَصَرِ أَوْ هُوَ أَقْرَبُ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
او خاص د الله لپاره دى غیب د اسمانونو او ځمكې۔، او د قیامت امر نه دى مګر په شان د رپ د سترګو، یا هغه زیات قریب دى (له دې نه هم) بېشكه الله په هر شي باندې ښه قادر دى
وَاللَّهُ أَخْرَجَكُمْ مِنْ بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لَا تَعْلَمُونَ شَيْئًا وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ ۙ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
او الله تاسو د خپلو میندو له خیټو نه راووېستئ، په داسې حال كې چې په هېڅ شي نه پوهېدلئ او تاسو ته يې غوږونه او سترګې او زړونه پیدا كړل، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ
أَلَمْ يَرَوْا إِلَى الطَّيْرِ مُسَخَّرَاتٍ فِي جَوِّ السَّمَاءِ مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلَّا اللَّهُ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ
ایا دوى مرغانو ته نه دي كتلي چې د اسمان په فضا كې مسخر كړى شوي دي، دوى لره نه ساتي (له غورځېدلو نه) مګر الله، بېشكه په دې كې خامخا ډېرې نښې دي د هغو خلقو لپاره چې ایمان راوړي

Choose other languages: