Quran Apps in many lanuages:

Surah Al-Jathiya Ayahs #18 Translated in Pashto

قُلْ لِلَّذِينَ آمَنُوا يَغْفِرُوا لِلَّذِينَ لَا يَرْجُونَ أَيَّامَ اللَّهِ لِيَجْزِيَ قَوْمًا بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ
(اى نبي!) ته هغو كسانو ته ووایه چې ایمان راوړى دى چې هغو كسانو ته دې بخښنه كوي چې د الله د ورځو (حوادثو) امېد نه لري۔، د دې لپاره چې دى (الله پخپله) یوې ډلې ته د هغوى د كړيو كارونو بدله وركړي
مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهِ ۖ وَمَنْ أَسَاءَ فَعَلَيْهَا ۖ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ
هر څوك چې نېك عمل وكړي، نو د خپل ځان لپاره يې دى، او څوك چې بد وكړي، نو په همده يې ضرر دى، بیا به خاص خپل رب ته تاسو بېرته بیول كېږئ
وَلَقَدْ آتَيْنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ
او یقینًا یقینًا مونږ بني اسرائیلو ته كتاب او حكم او نبوت وركړى و او دوى ته مو پاكیزه څیزونه روزي كړي وو او مونږ دوى ته (د خپلې زمانې) په خلقو فضیلت وركړى و
وَآتَيْنَاهُمْ بَيِّنَاتٍ مِنَ الْأَمْرِ ۖ فَمَا اخْتَلَفُوا إِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ ۚ إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِي بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ
او مونږه دوى ته (د دين) په كار كې ښكاره دلیلونه وركړي وو، نو دوى اختلاف ونه كړ مګر وروسته له دې چې دوى ته علم راغى، د خپل مینځي ضد (او حسد) په وجه، بېشكه ستا رب به د قیامت په ورځ د دوى په مینځ كې په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى به په هغو كې اختلاف كاوه
ثُمَّ جَعَلْنَاكَ عَلَىٰ شَرِيعَةٍ مِنَ الْأَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ
بیا مونږ ته (د دين) په معامله كې په واضحه لاره باندې ودرولې، نو ته د دې پیروي كوه او ته د هغو خلقو د خواهشاتو پیروي مه كوه چې نه پوهېږي

Choose other languages: