Quran Apps in many lanuages:

Surah Al-Baqara Ayahs #136 Translated in Pashto

وَوَصَّىٰ بِهَا إِبْرَاهِيمُ بَنِيهِ وَيَعْقُوبُ يَا بَنِيَّ إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَىٰ لَكُمُ الدِّينَ فَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ
او ابراهیم خپلو زامنو ته د دې وصیت وكړ او یعقوب (هم، ويې ویل:) اى زما زامنو! بېشكه الله تاسو لپاره دا دین غوره كړى دى، نو بېخي مه مرئ مګر په داسې حال كې چې مسلمانان یئ
أَمْ كُنْتُمْ شُهَدَاءَ إِذْ حَضَرَ يَعْقُوبَ الْمَوْتُ إِذْ قَالَ لِبَنِيهِ مَا تَعْبُدُونَ مِنْ بَعْدِي قَالُوا نَعْبُدُ إِلَٰهَكَ وَإِلَٰهَ آبَائِكَ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ إِلَٰهًا وَاحِدًا وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ
ایا تاسو هغه وخت موجود وئ چې یعقوب ته مرګ حاضر شو؟ كله چې هغه خپلو زامنو ته وویل: له ما نه بعد به د څه شي عبادت كوئ؟ هغوى وویل: مونږ به ستا د اِلٰه (معبود) او ستا د پلرونو ابراهیم، او اسمٰعیل او اسحٰق د اِلٰه عبادت كوو، د یو حق معبود، او مونږه (ټول) د هغه حكم منونكي یو
تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ ۖ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُمْ مَا كَسَبْتُمْ ۖ وَلَا تُسْأَلُونَ عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ
دغه یوه ډله وه چې یقینًا تېره شوې ده، څه (عمل) چې هغوى كړى دى؛ هغه د هغوى لپاره دى او څه چې تاسو كړى دى؛ هغه تاسو لپاره دى، او له تاسو نه به د هغوى د عملونو په باره كې تپوس نه كېږي
وَقَالُوا كُونُوا هُودًا أَوْ نَصَارَىٰ تَهْتَدُوا ۗ قُلْ بَلْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا ۖ وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ
او دوى ویل چې تاسو یهودیان شئ، یا نصرانیان، نو نېغه لار به ومومئ۔، ته (دوى ته) ووایه: (داسې نه ده) بلكې (مونږ) د ابراهیم د ملت (تابع كېږو) چې حنیف (توحید والا) و او دى له مشركانو څخه نه و
قُولُوا آمَنَّا بِاللَّهِ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْنَا وَمَا أُنْزِلَ إِلَىٰ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَىٰ وَعِيسَىٰ وَمَا أُوتِيَ النَّبِيُّونَ مِنْ رَبِّهِمْ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ
تاسو ووایئ: مونږ په الله ایمان راوړى دى او په هغه څه چې مونږ ته نازل كړى شوي دي، او په هغه څه چې ابراهیم او اسمٰعیل او اسحٰق او یعقوب او (د هغوى) اولادې ته نازل كړى شوي دي، او (مونږ ایمان راوړى دى) په هغه څه چې موسٰی او عیسٰی ته وركړى شوي دي، او په هغه څه چې د خپل رب له جانبه (نورو) نبیانو ته وركړى شوي دي۔ مونږ په دوى كې د هېڅ یو په مینځ كې فرق نه كوو، او مونږ خاص د هغه (الله) حكم منونكي یو

Choose other languages: