Quran Apps in many lanuages:

Surah Al-Araf Ayahs #31 Translated in Pashto

يَا بَنِي آدَمَ لَا يَفْتِنَنَّكُمُ الشَّيْطَانُ كَمَا أَخْرَجَ أَبَوَيْكُمْ مِنَ الْجَنَّةِ يَنْزِعُ عَنْهُمَا لِبَاسَهُمَا لِيُرِيَهُمَا سَوْآتِهِمَا ۗ إِنَّهُ يَرَاكُمْ هُوَ وَقَبِيلُهُ مِنْ حَيْثُ لَا تَرَوْنَهُمْ ۗ إِنَّا جَعَلْنَا الشَّيَاطِينَ أَوْلِيَاءَ لِلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ
اى د ادم اولاده! تاسو لره دې شیطان هیڅكله هم په فتنه كې وانه چوي، لكه څنګه چې يې ستاسو مور او پلار له جنت نه وښكل، چې له هغوى نه يې د هغوى لباس وښكلو، د دې لپاره چې هغوى ته خپل د شرم ځایونه وښیي، بېشكه هغه او د هغه قبیله تاسو له هغه ځایه ویني چې تاسو يې نه وینئ، بېشكه مونږ شیطانان د هغو خلقو لپاره دوستان جوړ كړي دي چې ایمان نه راوړي
وَإِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً قَالُوا وَجَدْنَا عَلَيْهَا آبَاءَنَا وَاللَّهُ أَمَرَنَا بِهَا ۗ قُلْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاءِ ۖ أَتَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ
او كله چې دوى څه بې حیايي وكړي (، نو) وايي: مونږ په دې باندې خپل پلرونه موندلي دي او الله مونږ ته د دې حكم كړى دى، ته (ورته) ووایه: بېشكه الله د بې حیایۍ حكم نه كوي، ایا تاسو په الله باندې هغه دروغ تپئ چې تاسو پرې نه پوهېږئ
قُلْ أَمَرَ رَبِّي بِالْقِسْطِ ۖ وَأَقِيمُوا وُجُوهَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَادْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ ۚ كَمَا بَدَأَكُمْ تَعُودُونَ
ته ووایه: زما رب د انصاف حكم كړى دى او (دا چې) تاسو خپل مخونه د هر لمانځه په وخت كې نېغ (سیده) كړئ او تاسو هغه بلئ، چې د هغه لپاره د دین (عبادت) خالص كوونكي یئ، لكه څنګه چې يې تاسو اول ځل پیدا كړي یئ (هماغه شان به) تاسو راګرځئ
فَرِيقًا هَدَىٰ وَفَرِيقًا حَقَّ عَلَيْهِمُ الضَّلَالَةُ ۗ إِنَّهُمُ اتَّخَذُوا الشَّيَاطِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ مُهْتَدُونَ
یوې ډلې ته يې هدایت كړى دى او بله ډله (يې ګمراه كړې ده) چې په هغو باندې ګمراهي ثابته شوې ده، بېشكه دوى له الله نه سِوا شیطانان (د ځان) دوستان نیولي وو او دوى دا ګمان كاوه چې بېشكه همدوى نېغه لار موندونكي دي
يَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا ۚ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ
اى د ادم اولاده! تاسو خپل زینت (لباس) واخلئ د هر لمانځه په وخت كې او خوراك كوئ او څښاك كوئ او تاسو اسراف مه كوئ، بېشكه هغه (الله) اسراف كوونكي نه خوښوي

Choose other languages: