Quran Apps in many lanuages:

Surah Muhammad Ayahs #30 Translated in Pashto

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا لِلَّذِينَ كَرِهُوا مَا نَزَّلَ اللَّهُ سَنُطِيعُكُمْ فِي بَعْضِ الْأَمْرِ ۖ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِسْرَارَهُمْ
دغه په دې سبب چې یقینًا دوى هغو كسانو ته، چې دغه (قرآن) بد ګڼي چې الله نازل كړى دى، وویل: په ځینو كارونو كې به مونږ ژر ستاسو حكم ومنو۔ او الله د دوى په پټو خبرو پوهېږي
فَكَيْفَ إِذَا تَوَفَّتْهُمُ الْمَلَائِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَارَهُمْ
نو څنګه حال به وي، كله چې ملايك د دوى روحونه قبض كوي، په داسې حال كې چې دغه (ملايك) به د دوى مخونه او د دوى شاګانې وهي
ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمُ اتَّبَعُوا مَا أَسْخَطَ اللَّهَ وَكَرِهُوا رِضْوَانَهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ
دغه په دې سبب چې یقینًا دوى د هغه شي متابعت وكړ چې الله يې ناراضه كړ او دوى د هغه رضامندي بده وګڼله، نو هغه د دوى عملونه برباد كړل
أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ أَنْ لَنْ يُخْرِجَ اللَّهُ أَضْغَانَهُمْ
ایا هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې (د نفاق) بېماري ده؛ دا ګمان كړى دى چې الله به د دوى پټې كينې له سره نه څرګندوي
وَلَوْ نَشَاءُ لَأَرَيْنَاكَهُمْ فَلَعَرَفْتَهُمْ بِسِيمَاهُمْ ۚ وَلَتَعْرِفَنَّهُمْ فِي لَحْنِ الْقَوْلِ ۚ وَاللَّهُ يَعْلَمُ أَعْمَالَكُمْ
او كه مونږ وغواړو (نو) تا ته به دوى خامخا وښیو، نو ته به دوى خامخا په خپلو خاصو نښو سره وپېژنې او ته به دوى خامخا ضرور د خبرو په اړولو كې وپېژنې۔ او الله ستاسو په عملونو عالِم دى

Choose other languages: