Quran Apps in many lanuages:

Surah Luqman Ayahs #13 Translated in Pashto

خَالِدِينَ فِيهَا ۖ وَعْدَ اللَّهِ حَقًّا ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي (دغه وعده كړې ده) وعده د الله حقه او همغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى
خَلَقَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا ۖ وَأَلْقَىٰ فِي الْأَرْضِ رَوَاسِيَ أَنْ تَمِيدَ بِكُمْ وَبَثَّ فِيهَا مِنْ كُلِّ دَابَّةٍ ۚ وَأَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَنْبَتْنَا فِيهَا مِنْ كُلِّ زَوْجٍ كَرِيمٍ
هغه، اسمانونه بې له ستنو پیدا كړي دي چې تاسو هغه وینئ او په ځمكه كې يې پاخه غرونه غورځولي (پیدا كړي) دي چې دغه (ځمكه) تاسو ونه خوځوي. او په دغې (ځمكه) كې هر قسمه خوځنده (زنده سر) خواره كړي دي او مونږ له بره نه اوبه نازلې كړې دي، بیا مونږ په دغې (ځمكه) كې هر قسمه ښې عمده (غلې، ګياګانې) رازرغونې كړې
هَٰذَا خَلْقُ اللَّهِ فَأَرُونِي مَاذَا خَلَقَ الَّذِينَ مِنْ دُونِهِ ۚ بَلِ الظَّالِمُونَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ
دغه د الله مخلوق دى، نو تاسو (اى مشركانو!) ما ته وښیئ څه شى دى هغه چې دغو (بتانو) پیدا كړى دى، چې غير له هغه (الله) نه دي، بلكې ظالمان په ښكاره ګمراهۍ كې دي
وَلَقَدْ آتَيْنَا لُقْمَانَ الْحِكْمَةَ أَنِ اشْكُرْ لِلَّهِ ۚ وَمَنْ يَشْكُرْ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ ۖ وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ حَمِيدٌ
او یقینًا یقینًا مونږ لقمان ته حكمت وركړى و چې د الله شكر وباسه او هر چا چې شكر وكړ، نو بېشكه همدا خبره ده چې هغه د ځان لپاره شكر كوي، او هر چا چې ناشكري وكړه، نو بېشكه الله ډېر بې پروا، ښه ستايل شوى دى
وَإِذْ قَالَ لُقْمَانُ لِابْنِهِ وَهُوَ يَعِظُهُ يَا بُنَيَّ لَا تُشْرِكْ بِاللَّهِ ۖ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ
او (یاد كړه) هغه وخت چې لقمان خپل زوى ته وویل، په دې حال كې چې ده ته يې نصیحت كاوه: اى زما خوږه زویه! له الله سره شریك مه نیسه، بېشكه شرك یقینًا ډېر لوى ظلم دى

Choose other languages: