Surah Fussilat Ayahs #44 Translated in Pashto
إِنَّ الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي آيَاتِنَا لَا يَخْفَوْنَ عَلَيْنَا ۗ أَفَمَنْ يُلْقَىٰ فِي النَّارِ خَيْرٌ أَمْ مَنْ يَأْتِي آمِنًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۚ اعْمَلُوا مَا شِئْتُمْ ۖ إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
بېشكه هغه كسان چې زمونږ په ایتونو كې كاږه روان دي (او غلطې معناګانې كوي)، نو دوى پر مونږ پټ نه دي، ایا نو هغه څوك چې په اور كې غورځولى شي، ډېر غوره دى، یا هغه څوك چې د قیامت په ورځ (له عذاب نه) په امن كې راشي، څه چې ستاسو خوښ وي هغه كوئ، بېشكه هغه (الله) په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه لیدونكى دى
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِالذِّكْرِ لَمَّا جَاءَهُمْ ۖ وَإِنَّهُ لَكِتَابٌ عَزِيزٌ
بېشكه هغه كسان چې په ذكر (قرآن) سره كافران شوي دي، كله چې (دا ذكر) دوى ته راغى، په دې حال كې چې یقینًا دغه (ذكر) خامخا ډېر قوي كتاب دى
لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ ۖ تَنْزِيلٌ مِنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ
باطل ده ته نه د ده له مخې نه راتلى شي او نه د ده له شا نه، د ډېر حكمت والا، ښه ستايل شوي (الله) له جانبه رالېږل شوى دى
مَا يُقَالُ لَكَ إِلَّا مَا قَدْ قِيلَ لِلرُّسُلِ مِنْ قَبْلِكَ ۚ إِنَّ رَبَّكَ لَذُو مَغْفِرَةٍ وَذُو عِقَابٍ أَلِيمٍ
تا ته نه ویل كېږي مګر هغه خبرې چې یقینًا له تا نه مخكې رسولانو ته ويل شوي دي، بېشكه ستا رب خامخا د مغفرت والا او د ډېر دردوونكي عذاب والا دى
وَلَوْ جَعَلْنَاهُ قُرْآنًا أَعْجَمِيًّا لَقَالُوا لَوْلَا فُصِّلَتْ آيَاتُهُ ۖ أَأَعْجَمِيٌّ وَعَرَبِيٌّ ۗ قُلْ هُوَ لِلَّذِينَ آمَنُوا هُدًى وَشِفَاءٌ ۖ وَالَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ فِي آذَانِهِمْ وَقْرٌ وَهُوَ عَلَيْهِمْ عَمًى ۚ أُولَٰئِكَ يُنَادَوْنَ مِنْ مَكَانٍ بَعِيدٍ
او كه مونږ دا (كتاب) عجمې قرآن ګرځولى وى، (نو) دوى به ضرور ویلى چې ولې د ده ایتونه واضح نه دي بیان شوي، ایا (كتاب) عجمي دى او (نبي يې) عربي دى، ته (دوى ته) ووایه: دغه (قرآن) د هغو كسانو لپاره چې ایمان يې راوړى دى؛ هدایت او شفا دى او هغه كسان چې ایمان نه راوړي؛ د هغوى په غوږونو كې دروندوالى دى، په داسې حال كې چې دغه (قرآن) په دوى ړوندوالى دى. دغه خلق (كفار ګویاكې داسې) دي چې دوى ته له ډېر لرې ځایه اواز كولى شي
Choose other languages:

Albanian

Amharic

Azerbaijani

Bengali

Bosnian

Bulgarian

Burmese

Chinese

Danish

Dutch

English

Farsi

Filipino

French

Fulah

German

Gujarati

Hausa

Hindi

Indonesian

Italian

Japanese

Jawa

Kazakh

Khmer

Korean

Kurdish

Kyrgyz

Malay

Malayalam

Norwegian

Pashto

Persian

Polish

Portuguese

Punjabi

Russian

Sindhi

Sinhalese

Somali

Spanish

Swahili

Swedish

Tajik

Tamil

Tatar

Telugu

Thai

Turkish

Urdu

Uyghur

Uzbek

Vietnamese

Yoruba
