Quran Apps in many lanuages:

Surah Az-Zamar Ayahs #60 Translated in Pashto

أَنْ تَقُولَ نَفْسٌ يَا حَسْرَتَا عَلَىٰ مَا فَرَّطْتُ فِي جَنْبِ اللَّهِ وَإِنْ كُنْتُ لَمِنَ السَّاخِرِينَ
(تاسو اوس خپل رب ته رجوع وكړئ) ځكه چې نفس به وايي: اى زما حسرته! په هغه چې ما د الله په حق كې تقصیر (او كمى) كړى دى او یقینًا زه خامخا د استهزا كوونكو ځنې وم
أَوْ تَقُولَ لَوْ أَنَّ اللَّهَ هَدَانِي لَكُنْتُ مِنَ الْمُتَّقِينَ
یا به وايي: كه حقیقتًا الله ما ته هدایت كړى وى (، نو) زه به خامخا د پرهېزګارانو ځنې وى
أَوْ تَقُولَ حِينَ تَرَى الْعَذَابَ لَوْ أَنَّ لِي كَرَّةً فَأَكُونَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ
یا به وايي كله چې عذاب ویني: كاشكې په رښتیا سره ما ته بېرته تلل وى، نو زه به له نېكي كوونكو ځنې وم
بَلَىٰ قَدْ جَاءَتْكَ آيَاتِي فَكَذَّبْتَ بِهَا وَاسْتَكْبَرْتَ وَكُنْتَ مِنَ الْكَافِرِينَ
ولې نه! یقینًا تا ته زما ایتونه راغلي وو، نو تا د هغو تكذیب كړى و او تكبر دې كړى و او ته وې له كافرانو نه
وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ تَرَى الَّذِينَ كَذَبُوا عَلَى اللَّهِ وُجُوهُهُمْ مُسْوَدَّةٌ ۚ أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِلْمُتَكَبِّرِينَ
او د قیامت په ورځ به ته هغه كسان ووینې چې په الله يې دروغ تړلي وو، په داسې حال كې چې د دوى مخونه به تك تور كړى شوي وي، ایا په دوزخ كې د تكبر كوونكو لپاره ځاى نشته!

Choose other languages: