Quran Apps in many lanuages:

Surah Az-Zamar Ayahs #40 Translated in Pashto

أَلَيْسَ اللَّهُ بِكَافٍ عَبْدَهُ ۖ وَيُخَوِّفُونَكَ بِالَّذِينَ مِنْ دُونِهِ ۚ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ
ایا الله خپل بنده ته ښه كافي كېدونكى نه دى او دوى تا په هغو (معبودانو) وېروي چې له دغه (الله) نه غیر دي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هیڅوك نېغه لار ښودونكى نشته
وَمَنْ يَهْدِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ مُضِلٍّ ۗ أَلَيْسَ اللَّهُ بِعَزِيزٍ ذِي انْتِقَامٍ
او هغه څوك چې الله ورته هدایت وكړي، نو د هغه لپاره هیڅوك ګمراه كوونكى نشته. ایا الله ښه غالب او انتقام والا نه دى؟
وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ ۚ قُلْ أَفَرَأَيْتُمْ مَا تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ أَرَادَنِيَ اللَّهُ بِضُرٍّ هَلْ هُنَّ كَاشِفَاتُ ضُرِّهِ أَوْ أَرَادَنِي بِرَحْمَةٍ هَلْ هُنَّ مُمْسِكَاتُ رَحْمَتِهِ ۚ قُلْ حَسْبِيَ اللَّهُ ۖ عَلَيْهِ يَتَوَكَّلُ الْمُتَوَكِّلُونَ
او یقینًا كه ته له دوى نه تپوس وكړې چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي (، نو) دوى به خامخا لازمًا ووايي چې ’’الله‘‘، ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته خبر راكړئ، هغه (معبودان) چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ. كه چېرې الله ما ته د ضرر رسولو اراده وكړي، ایا دغه (ستاسو معبودان) د هغه د ضرر لرې كوونكي دي؟ یا كه هغه (الله) ما سره د رحمت اراده وكړي، ایا دغه (معبودان) د هغه د رحمت منع كوونكي دي؟ ته (دوى ته) ووایه: زما لپاره بس الله كافي دى، خاص په ده باندې توكل كوونكي توكل كوي
قُلْ يَا قَوْمِ اعْمَلُوا عَلَىٰ مَكَانَتِكُمْ إِنِّي عَامِلٌ ۖ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ
ته (دوى ته) ووایه: اى زما قومه: تاسو په خپله طریقه (او ځاى) عمل كوئ، بېشكه زه هم عمل كوونكى یم، نو ژر به تاسو وپېژنئ
مَنْ يَأْتِيهِ عَذَابٌ يُخْزِيهِ وَيَحِلُّ عَلَيْهِ عَذَابٌ مُقِيمٌ
هغه څوك چې ده ته به داسې عذاب راشي چې دا به وشرموي او په ده به دايمي عذاب نازل شي

Choose other languages: