Quran Apps in many lanuages:

Surah Az-Zamar Ayahs #34 Translated in Pashto

إِنَّكَ مَيِّتٌ وَإِنَّهُمْ مَيِّتُونَ
بېشكه ته هم مړ كېدونكى يې او بېشكه دوى (هم) مړ كېدونكي دي
ثُمَّ إِنَّكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عِنْدَ رَبِّكُمْ تَخْتَصِمُونَ
بیا بېشكه تاسو به د قیامت په ورځ د خپل رب په وړاندې، یو تربله جګړه كوئ
فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ كَذَبَ عَلَى اللَّهِ وَكَذَّبَ بِالصِّدْقِ إِذْ جَاءَهُ ۚ أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِلْكَافِرِينَ
نو له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې په الله دروغ تړي او رښتیا (قرآن) دروغ ګڼي، كله چې دغه (رښتیا) ده ته راشي؟ ایا په دوزخ كې د كافرانو لپاره استوګنځى نشته؟
وَالَّذِي جَاءَ بِالصِّدْقِ وَصَدَّقَ بِهِ ۙ أُولَٰئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ
او هغه كس چې صدق (رښتینى دین) يې راوړ او (هغه چې) د دغه (صدق) تصدیق يې وكړ (نو) هم دغه كسان پرهېزګاران دي
لَهُمْ مَا يَشَاءُونَ عِنْدَ رَبِّهِمْ ۚ ذَٰلِكَ جَزَاءُ الْمُحْسِنِينَ
د دوى لپاره د خپل رب په نېز هغه څه دي چې دوى يې غواړي، دغه د نېكي كوونكو بدله ده

Choose other languages: