Quran Apps in many lanuages:

Surah An-Nur Ayahs #44 Translated in Pashto

أَوْ كَظُلُمَاتٍ فِي بَحْرٍ لُجِّيٍّ يَغْشَاهُ مَوْجٌ مِنْ فَوْقِهِ مَوْجٌ مِنْ فَوْقِهِ سَحَابٌ ۚ ظُلُمَاتٌ بَعْضُهَا فَوْقَ بَعْضٍ إِذَا أَخْرَجَ يَدَهُ لَمْ يَكَدْ يَرَاهَا ۗ وَمَنْ لَمْ يَجْعَلِ اللَّهُ لَهُ نُورًا فَمَا لَهُ مِنْ نُورٍ
یا (د دوى عملونه) د هغو تیارو په شان دي چې په ژور سمندر كې دي، چې دغه (سمندر) یو موج (چپې) پټ كړى وي، د هغه له پاسه بل موج (چپه) وي (بیا) د هغه له پاسه ورېځ وي، تیاري دي چې د دوى ځینې د ځینو نورو له پاسه دي، كله چې دى خپل لاس راوباسي (، نو) نژدې نه دي چې دغه وویني او هر هغه څوك چې الله ده ته رڼا ورنه كړي، نو د هغه لپاره هېڅ رڼا نشته
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُسَبِّحُ لَهُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالطَّيْرُ صَافَّاتٍ ۖ كُلٌّ قَدْ عَلِمَ صَلَاتَهُ وَتَسْبِيحَهُ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِمَا يَفْعَلُونَ
ایا ته نه وینې چې بېشكه الله چې دى، د هغه لپاره پاكي بیانوي هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي۔ او مرغان هم (تسبیح وايي)، په داسې حال كې چې د خپلو وزرو خواره كوونكي وي، هر یو (چې دى) یقینًا هغه (الله) د هغه په لمونځ او د هغه په تسبیح عالم دى، او الله ښه عالم دى په هغو كارونو چې دوى يې كوي
وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ وَإِلَى اللَّهِ الْمَصِيرُ
او خاص د الله لپاره ده د اسمانونو او ځمكې بادشاهي، او خاص الله ته بېرته ورتله دي
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُزْجِي سَحَابًا ثُمَّ يُؤَلِّفُ بَيْنَهُ ثُمَّ يَجْعَلُهُ رُكَامًا فَتَرَى الْوَدْقَ يَخْرُجُ مِنْ خِلَالِهِ وَيُنَزِّلُ مِنَ السَّمَاءِ مِنْ جِبَالٍ فِيهَا مِنْ بَرَدٍ فَيُصِيبُ بِهِ مَنْ يَشَاءُ وَيَصْرِفُهُ عَنْ مَنْ يَشَاءُ ۖ يَكَادُ سَنَا بَرْقِهِ يَذْهَبُ بِالْأَبْصَارِ
ایا تا نه دي كتلي چې بېشكه الله وریځې روانوي، بیا هغه په خپل منیځ كې یو ځاى كوي، بیا هغه لاندې باندې قط په قط كوي، بیا ته باران وینې چې د دې له مینځه راوځي او د اسمان له جانبه (د ورېځو) غرونه راكوزوي چې په هغو كې ځینې ږلۍ وي، نو هغه رسوي هغه چا ته چې يې وغواړي او اړوي يې له هغه چا نه چې يې وغواړي، نژدې وي چې د هغو د برېښنا پړق (چمك) نظرونه ختم كړي
يُقَلِّبُ اللَّهُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَعِبْرَةً لِأُولِي الْأَبْصَارِ
الله شپه او ورځ اړوي را اړوي بېشكه په دغو كې د سترګو خاوندانو ته لوى عبرت دى

Choose other languages: