Quran Apps in many lanuages:

Surah An-Nur Ayahs #22 Translated in Pashto

وَيُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ ۚ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ
او الله تاسو ته خپل ایتونه بیانوي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى
إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ۚ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ
بېشكه هغه كسان چې خوښوي چې په مومنانو كې فاحشه (بدنامي) خوره شي، د دوى لپاره په دنیا او اخرت كې ډېر دردوونكى عذاب دى، او الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ
وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ وَأَنَّ اللَّهَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ
او كه پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وى او دا چې بېشكه الله ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى (نو په دنيا كې به ډېر رسوا شوي وى)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ ۚ وَمَنْ يَتَّبِعْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ فَإِنَّهُ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ ۚ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ مَا زَكَىٰ مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ أَبَدًا وَلَٰكِنَّ اللَّهَ يُزَكِّي مَنْ يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د شیطان د قدمونو پیروي مه كوئ او چا چې د شیطان د قدمونو پیروي وكړه، نو بېشكه دا (شیطان) د بې حیایۍ او ناروا كارونو امر كوي او كه پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وى (نو) په تاسو كې هیڅوك هیڅكله هم (د بهتان له ګناه نه) پاك شوى نه وى او لېكن الله پاكوي چا لره چې وغواړي او الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى
وَلَا يَأْتَلِ أُولُو الْفَضْلِ مِنْكُمْ وَالسَّعَةِ أَنْ يُؤْتُوا أُولِي الْقُرْبَىٰ وَالْمَسَاكِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۖ وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا ۗ أَلَا تُحِبُّونَ أَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ
او په تاسو كې دې د فضیلت او فراخۍ خاوندان له دې قسم نه خوري چې نه به وركوي (نفقه) خپلوانو او مسكینانو او د الله په لار كې هجرت كوونكو ته او دوى دې معافي وكړي او تېر دې شي، ایا تاسو دا نه خوښوئ چې الله تاسو ته بخښنه وكړي او الله ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

Choose other languages: