Quran Apps in many lanuages:

Surah An-Naba Ayahs #40 Translated in Pashto

جَزَاءً مِنْ رَبِّكَ عَطَاءً حِسَابًا
د رب له جانبه به بدله وركولى شي۔ (د عملونو) په حساب سره ډېره وركړه
رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا الرَّحْمَٰنِ ۖ لَا يَمْلِكُونَ مِنْهُ خِطَابًا
چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دغو دواړو په مینځ كې دي، چې ډېر زیات مهربان دى، دوى له هغه سره د خبرو كولو اختیار (او قدرت) نه لري
يَوْمَ يَقُومُ الرُّوحُ وَالْمَلَائِكَةُ صَفًّا ۖ لَا يَتَكَلَّمُونَ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمَٰنُ وَقَالَ صَوَابًا
په هغې ورځ كې چې روح او ملايك به صفونه صفونه ودرېږي۔، دوى به خبرې نشي كولى مګرهغه څوك چې هغه ته رحمٰن اجازت وركړي او ده (په دنیا كې) حقه خبره (لا إله الا الله) ویلې وي
ذَٰلِكَ الْيَوْمُ الْحَقُّ ۖ فَمَنْ شَاءَ اتَّخَذَ إِلَىٰ رَبِّهِ مَآبًا
دغه حق ورځ ده، نو هغه څوك چې د خپل رب په طرف د ورتلو ځاى نیسي (نو ودې نیسي)
إِنَّا أَنْذَرْنَاكُمْ عَذَابًا قَرِيبًا يَوْمَ يَنْظُرُ الْمَرْءُ مَا قَدَّمَتْ يَدَاهُ وَيَقُولُ الْكَافِرُ يَا لَيْتَنِي كُنْتُ تُرَابًا
بېشكه مونږ تاسو له نژدې (راتلونكي) عذاب څخه ووېرولئ، په هغه ورځ كې چې هر سړى به هغه څه ته ګوري چې د ده لاسونو مخكې لېږلي دي او كافر به وايي: اى كاشكې چې زه خاورې وى

Choose other languages: