Quran Apps in many lanuages:

Surah An-Naba Ayahs #40 Translated in Pashto

يَوْمَ يَقُومُ الرُّوحُ وَالْمَلَائِكَةُ صَفًّا ۖ لَا يَتَكَلَّمُونَ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمَٰنُ وَقَالَ صَوَابًا
په هغې ورځ كې چې روح او ملايك به صفونه صفونه ودرېږي۔، دوى به خبرې نشي كولى مګرهغه څوك چې هغه ته رحمٰن اجازت وركړي او ده (په دنیا كې) حقه خبره (لا إله الا الله) ویلې وي
ذَٰلِكَ الْيَوْمُ الْحَقُّ ۖ فَمَنْ شَاءَ اتَّخَذَ إِلَىٰ رَبِّهِ مَآبًا
دغه حق ورځ ده، نو هغه څوك چې د خپل رب په طرف د ورتلو ځاى نیسي (نو ودې نیسي)
إِنَّا أَنْذَرْنَاكُمْ عَذَابًا قَرِيبًا يَوْمَ يَنْظُرُ الْمَرْءُ مَا قَدَّمَتْ يَدَاهُ وَيَقُولُ الْكَافِرُ يَا لَيْتَنِي كُنْتُ تُرَابًا
بېشكه مونږ تاسو له نژدې (راتلونكي) عذاب څخه ووېرولئ، په هغه ورځ كې چې هر سړى به هغه څه ته ګوري چې د ده لاسونو مخكې لېږلي دي او كافر به وايي: اى كاشكې چې زه خاورې وى

Choose other languages: