Quran Apps in many lanuages:

Surah Al-Maeda Ayahs #70 Translated in Pashto

وَلَوْ أَنَّهُمْ أَقَامُوا التَّوْرَاةَ وَالْإِنْجِيلَ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِمْ مِنْ رَبِّهِمْ لَأَكَلُوا مِنْ فَوْقِهِمْ وَمِنْ تَحْتِ أَرْجُلِهِمْ ۚ مِنْهُمْ أُمَّةٌ مُقْتَصِدَةٌ ۖ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ سَاءَ مَا يَعْمَلُونَ
او كه یقینًا دوى (احكام د) تورات او انجیل قايم كړي وى او هغه چې دوى ته د دوى د رب له جانبه نازل كړى شوي دي (، نو) خامخا دوى به خوراك كړى و د خپل له پاسه نه او د خپلو پښو له لاندې نه، په دوى كې یوه مینځ لارې ډله ده او ډېر زیات په دوى كې (داسې) دي چې بد دي هغه چې دوى يې كوي
يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ ۖ وَإِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ ۚ وَاللَّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ
اى رسوله! ته ورسوه هغه څه چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوي دي او كه ته (دا كار) ونه كړې، نو تا د هغه (الله) پېغام نه دى رسولى او الله تا له خلقو نه بچ ساتي، بېشكه الله كافر قوم ته نېغه لار نه ښیي
قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَسْتُمْ عَلَىٰ شَيْءٍ حَتَّىٰ تُقِيمُوا التَّوْرَاةَ وَالْإِنْجِيلَ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ ۗ وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًا مِنْهُمْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ طُغْيَانًا وَكُفْرًا ۖ فَلَا تَأْسَ عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ
ته (ورته) ووایه: اى اهل كتابو! تاسو (د حق) په هېڅ شي باندې نه یئ تر دې چې تاسو تورات او انجیل قايم كړئ او هغه چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوي دي، خامخا هغه (كتاب) به، چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى؛ په دوى كې د ډېرو خلقو سركشې او كفر لازمًا ورزیات كړي، نو ته په كافر قوم باندې مه خفه كېږه
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ هَادُوا وَالصَّابِئُونَ وَالنَّصَارَىٰ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې یهودیان او صابیان، او نصرانیان دي، هر چا چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان راوړ او نېك عمل يې وكړ، نو په دوى باندې نه څه وېره شته او نه به دوى غمژن كېږي
لَقَدْ أَخَذْنَا مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَأَرْسَلْنَا إِلَيْهِمْ رُسُلًا ۖ كُلَّمَا جَاءَهُمْ رَسُولٌ بِمَا لَا تَهْوَىٰ أَنْفُسُهُمْ فَرِيقًا كَذَّبُوا وَفَرِيقًا يَقْتُلُونَ
خامخا یقینًا مونږ له بني اسرائیلو نه پخه وعده اخيستې وه او دوى ته مونږ ډېر رسولان لېږلي وو، هر كله چې به هم دوى ته كوم رسول هغه (حكمونه) راوړل چې د دوى نفسونو به نه خوښول (، نو) یوه ډله دوى دروغژنه وګڼله او بله ډله دوى وژله

Choose other languages: