Quran Apps in many lanuages:

Surah Al-Maeda Ayahs #57 Translated in Pashto

وَيَقُولُ الَّذِينَ آمَنُوا أَهَٰؤُلَاءِ الَّذِينَ أَقْسَمُوا بِاللَّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ ۙ إِنَّهُمْ لَمَعَكُمْ ۚ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فَأَصْبَحُوا خَاسِرِينَ
او مومنان به (د حیرانتیا په سبب) وايي: ایا دا هغه خلق دي چې په الله يې ډېر پاخه قسمونه خوړلي وو چې بېشكه دوى خامخا له تاسو سره دي، د دوى عملونه ضائع شوي دي، نو دوى تاوانیان شول
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَنْ يَرْتَدَّ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللَّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لَائِمٍ ۚ ذَٰلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! په تاسو كې چې څوك له خپل دین نه مرتد شو، نو ژر ده چې الله به داسې خلق راولي چې هغه (الله) به له دوى سره مینه كوي او دوى به له هغه (الله) سره مینه كوي، په مومنانو به ډېر نرمي كوونكي وي او په كافرانو باندې به ډېر سخت وي، د الله په لار كې به جهاد كوي او د هېڅ ملامت كوونكي له ملامتیا نه به نه وېرېږي، دا د الله فضل دى، چا ته چې وغواړي هغه ته يې وركوي او الله ډېر د فراخۍ والا، ښه پوه دى
إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ
ستاسو دوست يواځې (او يواځې) الله او د هغه رسول دى او هغه كسان دې چې ایمان يې راوړى دى، (یعنې) هغه كسان چې لمونځ قايموي او زكات وركوي او دوى ركوع كوونكي دي
وَمَنْ يَتَوَلَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا فَإِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْغَالِبُونَ
او څوك چې د الله او د هغه له رسول او مومنانو سره دوستي وكړي، نو یقینًا هم د الله ډله غالبه كېدونكې ده
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَكُمْ هُزُوًا وَلَعِبًا مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَالْكُفَّارَ أَوْلِيَاءَ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو هغه كسان دوستان مه جوړوئ چې ستاسو دین يې ټوقې او لوبې ګرځولى دى، له هغو كسانو نه چې له تاسو نه مخكې ورته كتاب وركړى شوى و او مه كفار (دوستان جوړوئ) او له الله نه ووېرېږئ كه چېرې تاسو مومنان یئ

Choose other languages: