Quran Apps in many lanuages:

Surah Al-Maeda Ayahs #20 Translated in Pashto

يَهْدِي بِهِ اللَّهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ سُبُلَ السَّلَامِ وَيُخْرِجُهُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِهِ وَيَهْدِيهِمْ إِلَىٰ صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ
چې په ده سره الله د سلامتۍ د لارو هدایت كوي هغه چا ته چې د هغه (الله) د رضا تابع وي او هغه (الله) په خپل حكم سره دوى لره له تیارو نه رڼا ته راوباسي او دوى ته د نېغې لارې هدایت كوي
لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ ۚ قُلْ فَمَنْ يَمْلِكُ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا إِنْ أَرَادَ أَنْ يُهْلِكَ الْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَأُمَّهُ وَمَنْ فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا ۗ وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا ۚ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
یقینًا یقینًا هغه كسان كافر شول چې هغوى ویل: بېشكه الله هم دا د مریمې زوى مسیح دى، ته (ورته) ووایه: د الله په وړاندې به څوك د څه شي اختیار ولري كه هغه اراده وكړي چې د مریمې زوى مسیح او د هغه مور او څوك چې په ځمكه كې دي؛ هغه ټول هلاك كړي، او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او د هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، هغه (الله) چې څه وغواړي پیدا كوي او الله په هر شي باندې ښه قادر دى
وَقَالَتِ الْيَهُودُ وَالنَّصَارَىٰ نَحْنُ أَبْنَاءُ اللَّهِ وَأَحِبَّاؤُهُ ۚ قُلْ فَلِمَ يُعَذِّبُكُمْ بِذُنُوبِكُمْ ۖ بَلْ أَنْتُمْ بَشَرٌ مِمَّنْ خَلَقَ ۚ يَغْفِرُ لِمَنْ يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَنْ يَشَاءُ ۚ وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا ۖ وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ
او یهودیانو او نصرانیانو وویل: مونږ د الله زامن او د هغه دوستان یو، ته (ورته) ووایه: نو بیا ولې هغه تاسو ته ستاسو د ګناهونو په وجه عذاب دركوي؟ بلكې تاسو د هغه په مخلوقاتو كې انسانان یئ، هغه (الله) چا ته چې وغواړي بخښنه كوي او چا چې ته وغواړي عذاب وركوي او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او د هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي او خاص د هغه په طرف ورتلل دي
يَا أَهْلَ الْكِتَابِ قَدْ جَاءَكُمْ رَسُولُنَا يُبَيِّنُ لَكُمْ عَلَىٰ فَتْرَةٍ مِنَ الرُّسُلِ أَنْ تَقُولُوا مَا جَاءَنَا مِنْ بَشِيرٍ وَلَا نَذِيرٍ ۖ فَقَدْ جَاءَكُمْ بَشِيرٌ وَنَذِيرٌ ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
اى اهل كتابو! یقینًا تاسو ته زمونږ رسول، د رسولانو له وقفې نه پس راغلى دى، چې تاسو ته احكام بیانوي چې تاسو (بیا) دا ونه وایئ چې مونږ ته نه څوك زېرى وركوونكى راغلى و او نه وېروونكى، نو (دا دى) یقینًا تاسو ته زېرى وركوونكى او وېروونكى راغى او الله په هر شي باندې ښه قادر دى
وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ اذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَعَلَ فِيكُمْ أَنْبِيَاءَ وَجَعَلَكُمْ مُلُوكًا وَآتَاكُمْ مَا لَمْ يُؤْتِ أَحَدًا مِنَ الْعَالَمِينَ
او كله چې موسٰی خپل قوم ته وویل: اى قومه! تاسو د الله نعمتونه یاد كړئ چې پر تاسو باندې (شوي) دي كله چې يې په تاسو كې پېغمبران پیدا كړل او تاسو يې ازاد (او خودمختاره) كړئ او تاسو ته يې هغه څه در كړل چې په عالمونو كې يې هیچا ته هم نه و وركړي

Choose other languages: