Quran Apps in many lanuages:

Surah Al-Hadid Ayahs #14 Translated in Pashto

وَمَا لَكُمْ أَلَّا تُنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلِلَّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ لَا يَسْتَوِي مِنْكُمْ مَنْ أَنْفَقَ مِنْ قَبْلِ الْفَتْحِ وَقَاتَلَ ۚ أُولَٰئِكَ أَعْظَمُ دَرَجَةً مِنَ الَّذِينَ أَنْفَقُوا مِنْ بَعْدُ وَقَاتَلُوا ۚ وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَىٰ ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ
او تاسو ته څه مانع (او عذر) دى چې د الله په لاره كې خپل مال) نه لګوئ، حال دا چې د اسمانونو او ځمكې میراث خاص د الله لپاره دى۔ په تاسو كې هغه څوك نه دي برابر چا چې (د الله په لاره كې) له فتحې نه مخكې انفاق كړى دى او جنګ يې كړى دى۔، دغه خلق د درجې په لحاظ له هغو كسانو نه ډېر لوى دي چې له دغې (فتحې) نه يې وروسته (د الله په لاره كې) انفاق كړى وي او جنګ يې كړى وي او (په دوى كې) له هر یو سره الله د ښېګڼې (جنت) وعده كړې ده۔ او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ، ښه خبردار دى
مَنْ ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ وَلَهُ أَجْرٌ كَرِيمٌ
څوك دى هغه كس چې الله ته قرض وركړي، ډېر ښكلى قرض (حسن) نو چې هغه (الله) دغه (قرض) د ده لپاره دوه چنده كړي او د ده لپاره ډېر د عزت اجر دى
يَوْمَ تَرَى الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ يَسْعَىٰ نُورُهُمْ بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِمْ بُشْرَاكُمُ الْيَوْمَ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ
هغه ورځ (یاده كړه) چې ته به مومنان سړي او مومنې ښځې وینې چې د دوى رڼا به د دوى مخې ته او د دوى ښي اړخ ته منډې وهي، ستاسو زېرى نن ورځ داسې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې په هغو كې به تل اوسېدونكي یئ۔، همدغه ډېره لویه كامیابي ده
يَوْمَ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ لِلَّذِينَ آمَنُوا انْظُرُونَا نَقْتَبِسْ مِنْ نُورِكُمْ قِيلَ ارْجِعُوا وَرَاءَكُمْ فَالْتَمِسُوا نُورًا فَضُرِبَ بَيْنَهُمْ بِسُورٍ لَهُ بَابٌ بَاطِنُهُ فِيهِ الرَّحْمَةُ وَظَاهِرُهُ مِنْ قِبَلِهِ الْعَذَابُ
(اى نبي! ته) هغه ورځ (یاده كړه) چې منافق سړي اومنافقې ښځې به ایمان داره كسانو ته وايي: مونږ ته وګورئ (انتظار وكړئ) چې ستاسو له رڼا نه رڼا واخلو (، نو) دوى ته به وویل شي چې خپلې شا ته وګرځئ، نو (هلته) رڼا ولټوئ، نو د دوى په مینځ كې به یو داسې دېوال وواهه شي چې د هغه به دروازه (هم) وي، د دغه (دېوال) دننه طرف، په هغه كې به رحمت وي او د دغه (دېوال) د باندې طرف، له دغه جانبه به عذاب وي
يُنَادُونَهُمْ أَلَمْ نَكُنْ مَعَكُمْ ۖ قَالُوا بَلَىٰ وَلَٰكِنَّكُمْ فَتَنْتُمْ أَنْفُسَكُمْ وَتَرَبَّصْتُمْ وَارْتَبْتُمْ وَغَرَّتْكُمُ الْأَمَانِيُّ حَتَّىٰ جَاءَ أَمْرُ اللَّهِ وَغَرَّكُمْ بِاللَّهِ الْغَرُورُ
دوى به دغو (مومنانو) ته اواز وكړي: ایا مونږ له تاسو سره نه وو؟ نو دوى (مومنان) به ووايي: ولې نه! او لېكن تاسو خپل ځانونه په فتنه كې اچولي وو او تاسو انتظار كاوه او شك مو كاوه او (خپلو) ارزوګانو دوكه كړي (تېرایستلي) وئ، تر هغه پورې چې د الله امر راغى او تاسو د الله په باره كې ډېر دوكه كوونكي دوكه كړي وئ

Choose other languages: