Surah Al-Baqara Ayahs #227 Translated in Pashto
نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنَّىٰ شِئْتُمْ ۖ وَقَدِّمُوا لِأَنْفُسِكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ مُلَاقُوهُ ۗ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ
ستاسو ښځې تاسو لپاره فصل دي، نو خپل فصل ته راځئ څنګه چې ستاسو خوښه وي، او د خپلو ځانونو لپاره (نېك عمل) وړاندې ولېږئ، او له الله نه وېرېږئ او په دې پوه شئ چې یقینًا تاسو له هغه سره ملاقات كوونكي یئ، او مومنانو ته زېرى وركړه
وَلَا تَجْعَلُوا اللَّهَ عُرْضَةً لِأَيْمَانِكُمْ أَنْ تَبَرُّوا وَتَتَّقُوا وَتُصْلِحُوا بَيْنَ النَّاسِ ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
او تاسو الله د خپلو قسمونو لپاره هدف مه ګرځوئ (د الله نوم مه استعمالوئ) چې نه به كوئ نېكي او پرهېزګاري او د خلقو په منځ كې صلح، او الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
لَا يُؤَاخِذُكُمُ اللَّهُ بِاللَّغْوِ فِي أَيْمَانِكُمْ وَلَٰكِنْ يُؤَاخِذُكُمْ بِمَا كَسَبَتْ قُلُوبُكُمْ ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ
الله تاسو نه نیسي په خپلو قسمونو كې په لغو سره، او لېكن نیسي تاسو په هغه (قسم) چې ستاسو زړونو يې قصد (نيت) كړى وي، او الله ډېر بخښونكى، ښه تحمل كوونكى دى
لِلَّذِينَ يُؤْلُونَ مِنْ نِسَائِهِمْ تَرَبُّصُ أَرْبَعَةِ أَشْهُرٍ ۖ فَإِنْ فَاءُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ
د هغو كسانو لپاره چې خپلو ښځو (ته له ورتلو) نه قسم خوري، د څلورو میاشتو مهلت دى، بیا كه دوى رجوع وكړه، نو یقینًا الله ډېر بخښونكى، ډېر مهربان دى
وَإِنْ عَزَمُوا الطَّلَاقَ فَإِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
او كه دوى د طلاقو عزم كړى وي، نو یقینًا الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
Choose other languages:

Albanian

Amharic

Azerbaijani

Bengali

Bosnian

Bulgarian

Burmese

Chinese

Danish

Dutch

English

Farsi

Filipino

French

Fulah

German

Gujarati

Hausa

Hindi

Indonesian

Italian

Japanese

Jawa

Kazakh

Khmer

Korean

Kurdish

Kyrgyz

Malay

Malayalam

Norwegian

Pashto

Persian

Polish

Portuguese

Punjabi

Russian

Sindhi

Sinhalese

Somali

Spanish

Swahili

Swedish

Tajik

Tamil

Tatar

Telugu

Thai

Turkish

Urdu

Uyghur

Uzbek

Vietnamese

Yoruba
