Quran Apps in many lanuages:

Surah Al-Araf Ayahs #74 Translated in Pashto

قَالُوا أَجِئْتَنَا لِنَعْبُدَ اللَّهَ وَحْدَهُ وَنَذَرَ مَا كَانَ يَعْبُدُ آبَاؤُنَا ۖ فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ
هغوى وویل: ایا ته د دې لپاره مونږ ته راغلى يې چې مونږ د یو الله عبادت وكړو او هغه معبودان پرېږدو چې زمونږ پلرونو يې عبادت كاوه، نو هغه (عذاب) راوله چې تهٔ مونږ په هغه سره وېروې، كه چېرې ته له رښتينو څخه يې
قَالَ قَدْ وَقَعَ عَلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ رِجْسٌ وَغَضَبٌ ۖ أَتُجَادِلُونَنِي فِي أَسْمَاءٍ سَمَّيْتُمُوهَا أَنْتُمْ وَآبَاؤُكُمْ مَا نَزَّلَ اللَّهُ بِهَا مِنْ سُلْطَانٍ ۚ فَانْتَظِرُوا إِنِّي مَعَكُمْ مِنَ الْمُنْتَظِرِينَ
هغه وویل: یقینًا پر تاسو باندې د خپل رب له جانبه عذاب او غضب ثابت شو، ایا تاسو زما سره په هغو نومونو كې جګړه كوئ چې هغه تاسو پخپله او ستاسو پلرونو نومولي دي، الله د هغو په باره كې هېڅ دلیل نه دى نازل كړى، نو تاسو انتظار كوئ، بېشكه زه تاسو سره له انتظار كوونكو ځنې یم
فَأَنْجَيْنَاهُ وَالَّذِينَ مَعَهُ بِرَحْمَةٍ مِنَّا وَقَطَعْنَا دَابِرَ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا ۖ وَمَا كَانُوا مُؤْمِنِينَ
نو مونږ هغه (هود) ته او هغو كسانو ته چې له ده سره يې ایمان راوړى و، په خپل رحمت سره نجات وركړ او د هغو كسانو جرړه (بېخ) مو غوڅه كړه چا چې زمونږ ایتونه دروغ ګڼلي وو او هغوى له سره مومنان نه وو
وَإِلَىٰ ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا ۗ قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُ ۖ قَدْ جَاءَتْكُمْ بَيِّنَةٌ مِنْ رَبِّكُمْ ۖ هَٰذِهِ نَاقَةُ اللَّهِ لَكُمْ آيَةً ۖ فَذَرُوهَا تَأْكُلْ فِي أَرْضِ اللَّهِ ۖ وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوءٍ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
او ثمودیانو ته مو د هغوى ورور صالح (لېږلى و)، هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه سِوا (بل) هېڅ حق معبود نشته، یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره معجزه راغلې ده۔، دا د الله اوښه ده ستاسو لپاره، چې نښه ده، نو تاسو دا پرېږدئ چې د الله په ځمكه كې خوراك كوي او دې ته تكلیف مه رسوئ (ګنې) نو تاسو لره به ډېر دردوونكى عذاب ونیسي
وَاذْكُرُوا إِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَاءَ مِنْ بَعْدِ عَادٍ وَبَوَّأَكُمْ فِي الْأَرْضِ تَتَّخِذُونَ مِنْ سُهُولِهَا قُصُورًا وَتَنْحِتُونَ الْجِبَالَ بُيُوتًا ۖ فَاذْكُرُوا آلَاءَ اللَّهِ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ
او تاسو هغه وخت یاد كړئ چې هغه (الله) تاسو له عادیانو نه پس خلیفګان (ځاى ناستي، نايبان) جوړ كړئ او تاسو ته يې په ځمكه كې ځاى دركړ، چې تاسو د دې (ځمكې) په نرمو هوارو ځایونو كې هسكې ماڼۍ جوړوئ او تاسو غرونه د كورونو لپاره توږئ (كنئ)، نو تاسو د الله نعمتونه یاد كړئ او په ځمكه كې ورانى كوونكي مه ګرځئ، چې فسادیان شئ

Choose other languages: